غزل/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

څو به ستا جفا کاږ‎ہ کاته لیکم
وخته! ستا د غم پیټي دراندہ لیکم

ھم انتخابات کړ‎ي ھم یې نه مني
مشر ته میالي صیب (*)ته ورتله لیکم

ھغه ھالینډي سپي ته ھمدا ځواب
نوم د مدینې جانان په زړ‎ہ لیکم

زیرمې مې د اوښکو جوړ‎ې ختمې شوې
اوس به د وطن غزل په څه لیکم؟!

لا ھم چې اشغال ته اشغال نه وائي
ھغو ته ډوډۍ پر ځای واښه لیکم

ستا ناز او خندا بلخوا رقیب موذي
څرنگ له خوږ‎و سرہ ترخه لیکم

سپین مخ، تورې زلفې اضداد جمع شوہ
ځکه خو رڼا سرہ تیارہ لیکم

دین وطن یې لاړ‎ہ خو دوی زغم کوي
حال د بیغیرته پښتانه لیکم

پل دټولو غلاو ستا محل ته ځي
بس دی بي بي گلې! نور یې نه لیکم
______________
(*) میالي= میا علي صیب، ننگرھار کې د لیونو زیارت

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر شلم/ ۲۰۱۸ م
ھاگ ھالینډ

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د