افغانستان

ترکيه: سعودي دې روښانه کړي، چې خاشقجي يې چېرته ښخ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه،۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان له سعودي غوښتي، چې هغه ځای ترکيې ته روښانه کړي، چېرته يې چې د جمال خاشقجي جسد دفن کړی وي.

اردوګان د ترکيې پارلمان ته ويلي، چې دوی سره د خاشقجي د وژنې ټول اسناد موجود دي، خو په دې اړه نور دلائل نه دي ويلي.

هغه دا هم ويلي، چې د سعودي لوی څارنوال به په راتلونکو لنډو ورځو کې ترکيې ته سفر وکړي او هلته به له ترکي چارواکو سره د خاشقجي د وژنې قضيه له نږدې وڅېړي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان دا هم ويلي، چې خاشقجي د يوه ځانګړي پلان له مخې وژل شوی او ترکيې د دغې ثبوت هم وړاندې کړی دی.

تر اوسه چې کومه خبره ګونګه ده، هغه دا ده، چې د خاشقجي  د قصدي وژنې تر شا د چا لاس دی.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اردوګان په ګډون ډېری نړیوالو مشرانو ويلي، چې د خاشقجي  د قتل اصلي مسؤول د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان دی، خو روسيه وايي، چې د هغه په قتل  کې د شاهي کورنۍ هېڅ غړی شریک نه دی.

روسيه وايي، چې محمد بن سلمان په خپرې کړې اعلاميې کې د خاشقجي په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي  او له دې وروسته د دې هېڅ جواز نه  پاتې کېږي، چې د هغه خبره دې رد شي، خو د امريکا په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونه، ملګري ملتونه او بشري ټولنې په دې اړه د سعودي سپيناوی درواغ او د حقايقو د پټولو هڅه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x