نړۍ

سعودي کې د مسيحيانو اختر «هالوين» نمانځغونډې پراخې ناندرۍ پارولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې د مسيحيانو د اختر «هالوين» د نمانځغونډې مراسم ترسره شوي، چې له امله په دغه هېواد کې پراخې ناندرۍ راپورته شوي او ډېری سعوديانو غوښتي، چې امربالمعروف اداره دې بېرته فعاله شي.

په عربي رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د خپرو شوو ويډيوګانو او انځورو له مخې په دغه نمانځغونډه کې ښځو او سړيو داسې جامې پر تن کړي، چې غربي هېوادونو کې د مسيحي اختر لپاره په دغسې غونډو کې اغوستل کيږي او له مسيحيت سره مستقيمه اړيکه لري.

د هالوين د دې نمانځغونډې له امله د سعودي په ټولنه او همدارنګه په ټويټر کې هم پراخ بحثونه پيل شوي دي.

د ټولنيزو شبکو ډېری فعالانو غوښتنه کړې، چې حکومت دې امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره بېرته فعاله کړي او هغې ادارې به د اسلامي دين د خلافو تصرفاتو پر ضد ګامونه اخيستل.

د هالوين په دې حفل کې تر ټولو حیرانوونکې خبره دا وه، چې ګډونوالو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د مسؤولينو کارټوني شکلونه جوړ کړي وو او توهين يې کړی دی.

د سعودي ګڼ شمېر خبريالانو، دعوتګرانو او د ټولنيزو شبکو فعالانو دغه کار د سعودي او اسلامي ارزښتونو پر ضد بللي او غوښتنه يې کړې ده، چې حکومت دې د داسې فعاليتونو مخنيوی وکړي.

د سعودي يو شمېر خبريالانو علي نفيسه، مشعل الزاهد، علي عمري او ګڼو نورو فعالانو ويلي، چې سعودي له سختو حالاتو تېريږي او په داسې حال کې داسې اسلام ضد کړنې ترسره کول د سعودي او اسلامي ارزښتونو دښمني او سپکاوی دی.

وروستي راپورونه وايي، چې د رياض پوليسو د هالوين جوړوونکي نيولي دي.

هالوين د مسيحيانو اختر دی، چې د دغه حفل ګډونوال يې وېروونکې او ناشنا جامې اغوندې، موسیقي لګوي او ټول ورته ګډيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

هالوین د مسیحانواخترندی. بلکی دا د امریکایانویوکلتوری او عنعنوی ورځ ده.امریکایان داسی عقیده لری چی په دغه ورځ بلاوی راځی او د دغه بلاګانو د مخنیوی لپاره د هر کور مخ ته ژړ کډو پروت وی.

عظیمی

هلویین کم عقدوی تاریخ نه لری دا اصلآ د ټولو اسمانی عقیدو پر ضد یو شیطانی عمل دی او اصلی مطلب تجارت، فهاشی او سکولرانو لاره خلاصونه ده.اروپا یی هم په سر اخسته ده.
کفر که از مکه خیزد ……

محمد میرویس

که چیری دا کار په افغانستان کی شوی وه اوس به په مظاهراتو کی 10 نفره مره شوی وه خو سعودی چی د اسلامی امت مرکز دی هلته هیح هم حوک پکی نه وایی دا دوه حالته دی یا مونز ناپوه یو یا هم اسلام تنها د مونز په ملک کی حاکم دی او بس

جميل

سعودي کي هلووين ،په ډوبۍ کي کريسمس ،د اسلامي ملکو د جمعي د ورځي رخصتي و يکشنبی ته اړول، پر آذان باندي بنديز،عالمان بنديانول، فحشاء اوبي ديني تشويقول ،د کفارو سره دوستي او مومن سره دښمني کول،د يهودو غاصب دولت په رسميت پژندل او داسي ډير نورداسلام ضد کارونه د اسلام د ورکيدولپاره روان دي.افسوس پرهغو مسلمانانو چي لمونځونه اوحجونه هم کوي او روژی به هم نيسي ، ذکات؟،او کفر ته تر اسلام ترخوښوي ، دوی دي پدي پوه وي چي د دوی ټوله اعمال باطله دي. دا سي خلګ پرالله(ج) ،پر ورځ د آخرت او بيا ژوندي کيدو اعتماد… نور لوستل »

غلام حضرت

سلام. هالوین د فولکلوری او مذهبی رواجونو یو ترکیب دی چه انګلوساکسونی ریښه لری. په اتلسمه پېړۍ کی د ایرلنډیانو د مهاجرت سره په امریکې کی مرسوم او مروج شو. د مراسمو لویه برخه ئې همدا د وچ کډو څخه د انسان د څېرې حکاکی ده.نن سبا صرفاً یو کلتوری مراسم دی نه مذهبی. ژیړ وچ کډو ؤ چه په کاتولیکی او غربی ټولنو کی د اکتوبر د میاشتی په وروستیو درو ورځو کی د کورونو مخته اېښودل کېدی او نن هم بعضاً ایښودل کیږی خو خبره داده چه نن دې ژیړ کډو بل ډول کیفیت ځانته غوره کړیدی، نن… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x