افغانستان

د طالبانو لاس ته د بايو ميټرک دستګاوو ورتګ انديښنې راپارولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بيلابيلو شکايتونو او درغليو سره سره دا ځل د طالبانو لاس ته د بايو ميټرک دستګاوو د لوېدلو موضوع انديښنې راپارولې دي.

له ټاکنو وروسته داسې ګنګوسې وې چې طالبانو د افغانستان په بيلابيلو سیمو کې په ټاکنيزو هدفونو بريدونو سربيره ځينې ټاکنيز مواد هم له ځانه سره وړي دي چې په هغو کې د بايو ميټرک دستګاوې هم موجودې وې.

له دې سره سره داسې انديښنې هم شته چې ګواکې طالبان به ددې دستګاوو په واسطه هغه خلک په نښه کړي چا چې په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.

د ټاکنو خپلواک کميسيون هم تائيد کړې ده چې د بايو ميټرک دستګاوې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د ولسی جرګې يو شمير غړي د طالبانو لاس ته د بايو ميټرک دستګاوو ورتلل د انديښنې وړ بولي او وايي چې که حکومت په دې اړه جدي ګام پورته نه کړي نو پايلې به يې خرابې وي.

د ټاکنو د څار بنسټ فيفا اجرايوي مشر يوسف رشيد وايي چې زموږ زياته تمه دا وه چې ټاکنيز مواد به په خوندي توګه استعمال او د رايې مرکزونو ته ورسيږي، خو هغسې ونه شول.

هغه وويل چې د بايو ميټرک او رايو پاڼو ورکېدل هغه څه دي چې په ټولنه کې حساسيتونه راپاروي او د ټاکنو مشروعيت له پوښتنې لاندې راولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سوله اور بند

فکر نه کوم چه طالیبان په دا بیو میټرک دستګاهوی باندی پوه شی ،چه معلومات ورڅخه راوباسی،که چیری یی معلوات را ویستل نو د انتخباتو ګډون کوونکیو دشهادت ګوتی پری کولو خطره ده،ما خپله رایه په ګردیز کی کارولی ده،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x