افغانستان

د «لوی ملي ائتلاف» غړو پټه غونډه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): د سیاسي ګوندونو او څېرو هغه ائتلاف چې دوی يې «لوی ملي ائتلاف» بولي د دې ائتلاف د یو غړي په کور کې پټه غونډه کړې.

صنعا خبري بنسټ؛ د غونډې په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو لیکلي يې دي چې په دې غونډه کې د اشرف غني مرستیال جنرال دوستم هم ګډون کړی دی.

دغه غونډه چې د احمد ضیاء مسعود په کور کې جوړه شوې، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني، د «وحدت اسلامي مردم افغانستان» ګوند مشر محمد محقق، عطامحمد نور، اسماعیل خان او نورو څېرو ګډون درلود.

اټکل کېږي چې په غونډه کې د ولسي جرګې د ناندره‌ییزو ټاکنو (تلې ۲۹-۲۸) په اړه بحث شوی دی.

سیاسي ګوندونو تر ټاکنو وړاندې د ټاکنو ګوندي کېدو په اړه ټینګار کاوه، خو د ټاکنو کمیسیون او افغان حکومت د دې طرحې د منلو لپاره وخت کم وباله.

د هغوی بله کلکه غوښتنه د پروسې بایومټریک کول و، چې په داسې ډول ترسره شو، چې ان پخپله د ټاکنو کمیسیون هم ور باندې قناعت نه کوي.

ښايي دغه ائتلاف راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم د مشخص نوماند ملاتړ وکړي، چې څو ورځې وړاندې جنرال دوستم هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ویل چې هغه کس به بریالی وي، چې دغه ائتلاف يې ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې د حزب‌اسلامي ـ حکمتیار؛ مشر انجینر ګلبدین حکمتیار نه دی تر سترګو شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x