نړۍ

عمان د اسرائيلو په رسميت پېژندو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۶ لړم، ۱۳۹۷ل): عمان ته د اسرائيلو د لومړي وزير له سفر وروسته د عمان چارواکو ويلي، دوی پرېکړه کړې، چې نور اسرائيل په رسميت وپېژني او امريکا يې د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د عمان د بهرنيو چارو چارو وزير يوسف بن علاوي بن عبدالله په بحرين کې يوه امنيتي کنفرانس ته د وينا پر مهال ويلي، چې عمان د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ د يووالي لپاره کار کولی شي،خو دا کار به د درېيمګړي په توګه نه وي.

هغه دا هم ويلي، چې اسرائيل په سيمه کې یو دولت دی او دوی په دې پوهيږي.

يوسف بن علاوي زياته کړې، چې نړۍ بايد د نورو دولتونو په څېر له اسرائيلو سره هم رسمي اړيکې  پيل کړي.

تېره اوونۍ د فلسطين ولسمشر محمود عباس په درې  ورځني سفر عمان ته تللی و او ورپسې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د عمان سفر وکړ او دواړو د عمان له پاچا سلطان قابوس سره  ليدلي دي.

د عمان د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې عمان ته د نتنياهو له سفر څخه يوه ورځ وروسته کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د عمان د دې پرېکړې هرکلی او دا يې د سولې لپاره يو ښه ګام بللی دی.

همدارنګ د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر او د بحرين د بهرنيو چارو وزیر خالد بن احمد الخلیفه له اسرائيلو سره د نږدې کېدو په اړه د عمان د  پرېکړې ملاتړ او هرکلی کړی دی.

عادل الجبیر ويلي د سولې او ثبات لپاره له اسرائيلو سره اړيکې مهم دي.

خو د فلسطين په ګډون د نړۍ ډېری ديني علماوو له اسرائيلو سره هر ډول نږدېوالی د اسلام او فلسطينيانو په حق کې  تېری او ظلم بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x