افغانستان

ټاکنو کمیسیون: کېدای شي د غزني ټاکنې راتلونکی کال ترسره شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون له کندهار وروسته د غزني د ټاکنیزې پروسې د برخلیک په اړه وايي چې ښايي راتلونکي کال ته وځنډېږي.

د ټاکنو کمیسیون وړاندې تر دې ویلي و، چې دې ولایت کې به له نورو ولایتونو څلور میاشتې وروسته ټاکنې ترسره شي، خو تازه وايي چې راتلونکو کال به يې ګورو.

د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، هلته هیڅ نوملیکنه نه ده شوې، ځکه خو ټاکنې اوس نه ترسره کېږي او ښايي راتلونکی کال له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.

غزني کې د ټاکنو په اړه وروسته له هغه ناندرۍ را وپارېدې چې ټاکنو کمیسون دا ولایت یوه حوزه اعلان کړ او څو ورځې وروسته طالبانو د سقوط پر ژۍ ودراوه.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون وايي د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش به لنډه موده کې تیار شي.

زیاتوي دغه ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال په لومړۍ میاشت کې وشي.

د شنونکو په باور له تېرو ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ولسي جرګې تېرو ټاکنو د ولس ور پاتې باور هم له خاورو سره خاورې کړ او ښايي ولسمشریزې ټاکنې تر دې هم ناکامې شي.

واشنګټن پوسټ د کندهار د ټاکنو په اړه یوه مطلب کې لیکلي، طالبان به تر ولسمشریزو ټاکنو پورې د نن په پرتله لا غښتلي وي او دا پروسه به تر سوال لاندې راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x