سروې: تېر کال ۵۷ سلنه افغانانو حتی بې ډوډۍ وخت تېر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): امریکایي سروې کوونکې مؤسسه ګلپ وايي تېر کال کې ۵۷ سلنه افغانانو حتی بې ډوډۍ وخت تېر کړی دی.

د دې سروې له مخې په افغانستان کې یوازې څلور سلنه کسانو ورته ویلي چې اقتصاد يې ښه کېږي، خو ۵۲ سنله نور وايي چې اقتصادي وضعیت يې مخ په خرابېدو دی.

سرچینه زیاتوي تېر کال کې ۵۷ سلنه افغانانو داسې ورځې هم تېرې کړې چې د خوراک لپاره يې ډوډۍ هم نه درلودله.

ګلپ زیاتوي چې د تېر کال په اوږدو کې ۵۰ سلنه افغانانو د کرايې لپاره هم پیسې نه درلودې.

دا سروې ښيي چې په روان میلادي کال کې د افغانانو لپاره تر ټولو لويې ستونزې د خوراک، هستوګنځي او امنیت نشتوالی دی.

د ګډ حکومت دواړو مشرانو د اقتصادي پرمختیا او بې کارۍ ورکولو لپاره پرلپسې ژمنې کړې دي.

محمد اشرف غني چې پلویانو به يې د اقتصاد ماهر معرفي کاوه، ژمنه کړې وه چې د خلکو په دسترخوان کې به بدلون راولي.

هغه بدلون راوست، خو په داسې ډول چې تر نیمايي ډېرو افغانانو حتی بې ډوډۍ وخت تېر کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتاڼچی
میلمه
حاجی اتاڼچی

که چیری د ناولی جګړه بنده شی،بی له شکه به د افغانانو په دسترخوان کی بدلون راشی،دټولو کریدت جګړه کوونکیو ته،په هر قسم سره په جګړه کی مړه کیږو،هم په لوږه،هم په بمونو.هم ګولیو،تر اوسه داسی د رحم کومه ډله نشته چه افغانانو باندی رحم وکړی.غنی به بنیادی تغیرات راوستلی وه،خو چه جنګ نه وای،دښمنان یی ډیر دی او دی یوازی دی،بیا دی هم خیر یوسی،افغانستان نوم خو تر اسوه ډنیاپه نقشه کی ساتلی دی،کله کله د لوږی د لاسه زه هم د اټن وس نه لرم،پروسږ کال د غنمو ډوډی په ځای ما جوار وخوړل،بیا هم په شکر دی.روغ… نور لوستل »