خیبر پښتونخوا: په هنګو کې چاودنې 18 تنه ووژل

oo(نن ټکی اسیا ) له خیبر پښتونخوا نه په رارسیدلو خبرونوکې راغلی نن سهار وختی دموتر و په تم ځای کې یوې زورورې چاودنې پنځلس تنه ووژل .

وروستی رارسیدلی معلومات وایی چی چاودنه په یوه منی بس موټر کې ترسره شوې چې دکوهاټ پر لور دجوزره په سیمه کې په حرکت کې وو .

 

دپیښې جزیات لا نه دي په ډاګه شوي دچاودنې په ډول کې ضد او نقیض رپورټونه ورکړل شویدی ، یوه پاکستاني چارواکي مسعود آفریدي ،ویلي چې په سیمه کې دبارودو کوم اثر نه معلومیږی ،نو کیدای شی چاودنه په موټر کې دګیس سلنډر دچاودیدو له امله رامنځ ته شوې وي .

احمد بریال

 

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.