افغانستان

مطمئن: د سولې د ګڼو پروګرامو د ناکامۍ علت، د طالبانو د غوښتنو ناپامه نیول دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): اسلام اباد، کابل او د سیمې په ځينو نورو ځایونو کې د سولې ګڼې غونډې له پای ته رسېدو وروسته بې پایلې پاتې شوې دي.

په افغان سوله کې بوخت د سیاسي چارو کارپوه انجینر نظر محمد مطمئن وايي تېرې هڅې ځکه ناکامې شوې دي، چې د طالبانو اساسي غوښتنې ناپامه نیول شوې دي.

هغه چې په هرات کې د سولې اړوند دوه ورځنۍ غونډې ته خبرې کولې وویل، طالبان د بهرنیانو وتل او اسلامي نظام غواړي.

مطمئن وویل، طالبان په معقوله طریقه، د مهالوېش له مخې له نړیوال ضمانت سره د بهرنیانو بشپړ وتل غواړي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو بله اساسي غوښتنه دا ده، چې داسې اسلامي نظام رامنځته کړي چې ټول افغانان پکې شریک وي.

د سولې اړوند دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې سولې شورا روانه اوونۍ کې د مسکو ناستې خبر ورکړی دی.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و، چې دا ناسته به راتلونکې پنجشنبه، مسکو کې د طالبانو په ګډون ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

يوه خبره چي ځني افغانان ئي هر وخت بيانوی هغه داچي داسي نظام چي ټوله افغانان پکي شريک وي،که د د وی مطلب د اوسني امريکائي سيکولر نظام مفسدين او منافقين وي دا د دوی لويه تيروتنه او د ملت سره جفا ده، دا غلام، مفسد او شيطان صفته بايد محکمه شي او د خيانت او غدارې جزاء بايد ورکړه شي. همدا اوس د طالبانوپه تحريک کي د ټولو قومونو خلګ شته او کلک ملاتړ ئي کوي،د مثال په ډول سرپل او جوزجان ولايت چي اکثره اوسيدونکي ئي ازبک دي او يا بدخشان ولايت چي اکثريت پکی تاجک دي او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x