افغانستان

میدان وردګ: امریکایانو د ملا امام په ګډون څور ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): میدان وردګو ولایت کې امریکايي عسکرو د داخلي عسکرو په ملتیا د ملا امام په ګډون څلور تنه ولسي وګړي وژلي او څلور نور يې له ځان سره وړي دي.

پېښه تېره شپه د چک ولسوالۍ په ادم خېلو او ناله سیمو کې شوې ده، چې د ځاني زیان تر څنګ يې مالي زیان هم اړولی دی.

ځایي سرچینې وايي په دې شپنیو عملیاتو کې د مولوي ولی الله په ګډون څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور يې ژوندي وړي دي.

په دې عملیاتو کې بهرنیو او کورنیو عسکرو د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړې، موټرې او موټرسایکلونه يې سوځولي او ځينې قیمتي شیان له ځانو سره وړي دي.

د میدان وردګو ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو د پېښې پخلی کړی او خواشیني يې ښکاره کړې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د جنایت تر سرلیک لاندې لیکلي: «تیره شپه د میدان وردګو چک ولسوالۍ ادم خیلو اوناله سیمو کې امریکایي اشغالګرو او غلامانو یې د کورونو دروازې یې ماتې کړې، قیمتي اجناس یې چور کړي، شخصي موتر سایکل یې سوځولي، د مسجد د امام مولوي ولی الله صاحب په شمول یې۴کلیوال شهیدان کړي او ۴ نور یې له ځان سره وړي.»

میدان وردګ چې تر دې وړاندې هم د خونړیو ملکي مرګ‌ژوبلې شاهد پاتې شوی، تېره میاشت هم جغتو ولسوالۍ کې بهرنیو او کورنیو عسکرو د یوې کورنۍ دوولس غړي ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

چيري دی آ د سولې خراباتيان چي د غلام لونګيانو او نورو همجنسو سره يوځای په ټراکټر کي اټنونه کوي؟ که چا په درواغوهم خپله ګوټه په رنګ سره کړی او پيچلي وي، ته وا قيامت شو هري لوري ساندي او غلبلی وي،که چيري يو جاهله ،مفسد،خونخوره او ظالم قاتل ، قتل شي بياهم پردوی ماتم ګډ شي او اپلاتي شروع کړي. يا رب العالمينه(ج)؛ دا څنګه سترګي دي چي پر چارپائي پراته ښځي،واړه او زاړه شيهدان نه ويني،تربمانو لاندي انسانان نه ويني، کونډي او يتيمان نه ويني،دوحشي بنديخانو بنديان نه ويني،دا فحشاء،دا نشه يان، دا مفسدين ، دا جنايکاران… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x