fbpx

پر مبایل ډیر «ګیم کولو» د یوې ښځې ګوتې ګږې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د چین هېواد حنان ایالت په چانګشا سیمه کې یوې ښځې د پرلپسې یوې اوونۍ لپاره په ځیرک مبایل د ګیم کولو کولو له کبله د لاس ګوتې ګږې شوې دي.

دغې ښځې له خپل کاري ځای (دفتر) څخه د یوې اوونۍ لپاره رخصتي اخیستې وه،د رخصتیانو پرمهال یې ټوله ورځ پرلپسې یوه اوونۍ ګیم وکړ، د ګیم پرمهال یې ګوتو درد هم پېل کړی و خو بې پروایۍ يې پای کې په ځانګړي انداز سره د ښي لاس ګوتې ګږې کړي دي.

له پېښې سمدلاسه وروسته متاثره شوې ښځې ځایي روغتون ته تللې، له معاینو او ازموینو ترسره کولو نه وروسته څرګنده شوه چې د زیاتې مودې لپاره د ګوتو یو ډول حرکت په دې کې پړسوب رامنځته کړی، او د پړسوب له لارې یې هډوکي کاږه پاتې شوي دي.

ډاکټران دغې ناروغۍ ته د (ټینو ساینو وایټس) نوم ورکوي، چې د ډیر ځیرک مبایل استعمال له کبله رامنځته کیږي، په دې کې ګوتې خپل کنترول له لاسه ورکوي.

د داسې ناروغۍ لومړۍ درملنه ممکنه ده خو که د عین حالت له کبله یو وار بیا ګوتې کږې شي درملنه یې ناشونې حالت ته وځي، د ډاکټرانو په وینا دغه ښځه تر درملنې لاندې ده او ډیر ژر به ښه شي، خو که له ښه والي وروسته هم د مبایل دا ډول استعمال ته دوام ورکړي د ګوتو روغتیا به ناشونې شي.

یاده دې وي چې د ځیرک مبایل له اندازې زیات استعمال نورې ډیرې ستونزې رامنځته کوي، ویل کیږي چې د شپې لخوا د مبایل استعمال د انسان ذهني وړتیا له منځه وړي او پر الزائمر ناروغۍ یې اخته کوي، د سترګو نظر کمزوری کوي او همدا ډول د مبایل فریکوینسي ذهني یاداښت کمزوری کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د