
قرارداد(نظم)/ حفيظ الدين پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
له شاھدہ تر لیکونکي
تر گوډي امضا کوونکي
په جرگه کې یې چې ناست ول
یا یې نور تائیدونکي
که یې خونه رب تالا کړي
قرارداد ورته بلا کړي
دا تړون خو یو فتوا دہ
زما مرگ پکې روا دہ
زموږ کلي بمباریږي
وطن نه دی کربلا دہ
موږ د ویر په ټغر ناست یو
ھغوی خوښ دی تماشا کړي
که یې خونه رب تالا کړي
قرارداد ورته بلا کړي
چې ما وژني دی سکوت کړي
غلامي په ځان ثبوت کړي
جنازې مو په بم ولي
پرواہ کله د تابوت کړي
خدایه خپل بچي یې مړہ یې کړې
چې خپل مخ وھي غوغا کړي
که یې خونه رب تالا کړي
قرارداد ورته بلا کړي
دا عمل د منافق دی
د زندیق او نا لایق دی
چې خپل قوم په نورو وژني
د مشرۍ کله لایق دی
چې خالق نه ویرہ نه کړي
له مخلوق کله حیا کړي
که یې خونه رب تالا کړي
قرارداد ورته بلا کړي
زہ غربت شمه زغملی
ھرہ ستونزہ شم گاللی
خو پخپل کور د پردیو
ھډې نه شم قبلولی
بې غیرته غلامان دي
چې وطن پلوري سودا کړي
که یې خونه رب تالا کړي
قرارداد ورته بلا کړي
_______________
حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۲۲/ ۲۰۱۸ م
ھاگ ھالینډ