ورزش

یوولس کاله وروسته له میسي او رنالډو پرته د «ال کلاسیکو» سیالۍ ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د هسپانوي لیګ «لا لیګا» لیګ تر ټولو ستره سیالۍ نن یکشنبه د افغانستان پر وخت شپې په (۷:۴۵) بجې له میسي او رونالډو پرته ترسره کیږي.

دغه سیالۍ ددغه لیګ تر ټولو ستره سیالۍ ګڼل کیږي او بې شمېره مینوال لري، چې سږ کال به په دغې سیالۍ کې د نړۍ دوه ستر او نامتو لوبغاړي برخه وانخلي.

په هسپانوي لیګ «لا لیګا» کې ددغې هېواد دوه سترو ښارونو (ریال میدرید او بارسلونا) سیالۍ د نړۍ یو له سترو او زیاتو لیدونکو څخه ګڼل کیږي، چې هر کال په دغه سیزن کې د یوه بل په کوربه توب دوه سیالۍ ترسره کیږي.

کریستیانو رونالډو چې د ریال میدرید لوبډلې د ملا تیر لوبغاړی دی، د روان کال جولایي په میاشت کې دغه لوبډله د اروپا اتلانو لیګ ګټلو نه وروسته پریښوده او د اټالوي کلب «یوونتوس» لوبډلې سره د ۱۰۵ ملیونه یورو په بدل کې یو ځای شو.

بل خوا لیونل میسي چې د بارسلونا کلب له لومړیو لوبغاړو څخه دی، یوه اوونۍ وړاندې د «سویلیا» کلب لوبډلې پر وړاندې له یو ګول وهلو نه وروسته په ځمکه وغورځېد او د ښی لاس هډوکی یې مات شو، چې له کبله یې نشي کولای په دغه سیالۍ کې ګډون وکړي.

په لومړي وار د لیونل میسي او کریستیانو رونالډو ترمنځ دغه سیالۍ په ۲۰۰۷م کال کې ترسره شوې وه، چې هر کال د یوه بل په کوربه توب ټولې دوه سیالۍ ترسره کیږي، دغه سیالۍ ته «ال کلاسیکو» نوم ورکړل شوی دی.

ددې سیاليو تر ټولو زیات ګول وهونکی د ارجنټاین هېواد لوبډلې او د بارسلونا حمله کونکی لوبغاړی لیونل میسي دی، چې تر دې دمه یې ۲۶ ګولونه وهلي دي.

یاده دې وي چې د دواړو لوبغاړو په نه شتون به دغه سیالۍ د تېر په څېر خوندوره نه وي خو نور هم داسې لوبغاړي لري چې سیالۍ دلچسپه کړي، دغه سیالۍ نن د یکشنبې په ورځ د شپې ۷:۴۵ بجې د بارسلونا په کوربه توب په «کیمپ ناو« ستر لوبغالي کې پېل کیږي. دغه لوبغالی له سل زرو زیاتو لیدونکو ځای لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x