نړۍ

امريکا: پر کليسا بريد يوولس يهوديان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې د يهوديانو په يوې کليسا بريد کې ۱۱ يهوديان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

دغه پيښه تيره شپه د پنسلوانيا ايالت په پيټزبورګ ښار کې (د ژوند ونه په نامه)د يهوديانو په يوه کليسا کې هغه مهال رامنځته شوه چې يهوديان د عبادت له پاره راټول شوي وو.

له پيښې وروسته ۴۶ کلن بريد ګر چې رابرټ باويرز نوميږی د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

له بريد ګر سره يو ټوپک او دوه تومانچې وې چې کليسا ته ننوت او هلته يې په يوه خونه کې سنګر ونيوه او په يهوديانو يې ډزې پيل کړ.

د رسنيو د معلوماتو له مخې بريد ګر د ډزو په وخت کې چيغې وهلې او ويل يې چې «ټول يهوديان بايد مړه شي»

دغه کليسا په پنسلوانيا کې تر ټولو لويه کليسا ده او هره اوونۍ ګڼ شمير يهودیان د عبادت له پاره ورځي.

تر اوسه د دې بريد لامل نه دی په ډاګه شوی.

تر دې وړاندې هم د امريکا په ګڼو سيمو او ادارو کې داسې پيښې رامنځته شوي دي او وسله والو په خلکو ډزې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x