افغانستان

واشنګټن پوسټ: تر حکومت طالبان ټاکنو ته ډېر تیار و

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): واشګنټن پوسټ ورځپاڼې د کندهار د ټاکنو په اړه خپاره کړي مطلب کې لیکلي، داسې ښکاري چې تر حکومت طالبانو ټاکنو ته ډېر تیاری نیولی و.

د سرچینې په وینا طالبانو په خپلو سیمو کې لا له وړاندې ټاکنې لغوه کړې وې، خو په ښارونو کې يې هم يې اغېز کم نه و.

د مطلب لیکوال لیکي، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته طالبان تر نن لا پیاوړي کېږي او ښايي هغه ټاکنې تر سوال لاندې راولي.

طالبانو په کندهار کې د ولایت مقام دننه برید وکړ، چې د کندهار امنیه قومندان، د ملي امنیت رییس او دوه امریکايي عسکر پکې ووژل شول، د کندهار والي، لوړ پوړی امریکايي جنرال او ګڼ نور کسان ټپيان شول.

د همدې برید له امله چې تر ټاکنو یوه ورځ وړاندې و، په دې ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اوونۍ شاته ټېل وهلې.

په ورته وخت کې په غزني کې د سیاسي ناندریو تر څنګ پر دې ولایت د طالبانو جګړې هم د هغه ولایت وضعیت دې ته جوړ کړ، چې حکومت پکې له ټاکنو تېر شي.

د ټاکنو کمیسیون ویلي و، چې له کندهار پرته نږدې څلور میلیونه کسانو رایې اچولې، خو څارونکي بنسټونه وايي چې دا شمېر هم کره نه دی.

طالبانو تر ټاکنو وړاندې له بېلابېلو کمیسیونونو درې اعلاميې خپرې کړې او له ټاکنو وروسته يې هم د دې پروسې ناکامي له اشغل سره د ولس کرکه یاده کړله.

د ولسي جرګې ټاکنو په لومړۍ ورځ (۲۸تلې) طالبانو د ۴۰۷ بریدونو خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی ملا تراکتور

بیلکل ،د شهادت ګوتی پری کولو ته یی هم ښی چاړی تېری کړی وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x