له قانوني مشروعیت څخه عاري ټاکنې

نن ټکی اسيا- سرليکنه

د پارلماني ټاکنو د پروسې له پیله تر اوسه پوري په هغو کې د وژل شویو او ژوبل شویو شمیر تر سلګونو کسانو اوړي چې لس تنه ورکې یواځې انتخاباتي کاندیدان دي .

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او د پارلماني ټاکنو مشهور نوماند ښاغلی قهرمان هم د دې پروسې له قربانیانو څخه شمیرل کیږي.

د ټاکنو کمیسون لخوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې ویل شوي چې په ټولیزه توګه په یادو ټاکنو کې ۴ میلونه خلګو ګډون کړی و ، خو له مرکز کابل پرته د هغو شمیرو له مخې چې خپله د ټاکنیز کمیسون لخوا له ولایتونو څخه ورکړل شوي په هیڅ صورت دغه شمیره نه پوره کوي.

په ټاکنو کې د امنیت نشتون ، تخنیکي ستونزو اونورو مختلفو وجوهاتو له کبله د ولس نه مشارکت او پر هغه سر بیره د ټاکنیز کمیسیون لخوا د ټاکنو ناسم مدیریت بله هغه ستونزه ده چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه ټول وجوهات د دې لامل شول چې تیره ورځ په کندهار کې د ځنډول شویو ټاکنو د بیا پیلیدو په اړه د واشګنټن پوسټ ورځپاڼې په خپل وروستي تحلیل کې لیکلي چې ټاکنو ته تر حکومت طالبانوډېر تیاری نیولی و.

دغه ډول ټاکنې چې له یوې خوا د هیواد په زیاته برخه کې خلګو ورکې د مشارکت چانس نه درلود ، کوم ځای چې خلګو مشارکت درلود هلته بیا د هغوی اچول شوې رأیې زورواکو د خپلې خوښې مطابق وکارولې.

د ټاکنو په نوم خپلواک کمیسون د خپلې نا اهلي له وجې نه د ټاکنو د ناسم مدیریت وړتیا لرله او نه یې هم په ټاکنوکې د زورواکو د مداخلي د مخنیوي صلاحیت .

د ټاکنو له نتائجو سره د هیواد د موجودو سیاسي جریانونو مخالفت بل هغه لامل دی چې د ټاکنو مشروعیت یې متضرر کړي چې د دغو ټولو عواملو په را یوځای کیدو سره دا ویلای شو چې یاده پروسه د ټاکنو په نوم داسې یوه مسخره وه چې په قانوني لحاظ له هر ډول مشروعیت څخه عاري وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د