ورزش

ال کلاسیکو: بارسلونا ریال میدرید ته په پنځه-یو ستره ماتې ورکړه/ ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د هسپانیا لا لیګ لیګ تر ټولو ستره سیالۍ تېره شپه د ریال میدرید او بارسلونا ترمنځ شوه چې په کې بارسلونا د لیویس سواریز په هیټریک ریال میدرید ته په پنځه یو ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ یوولس کاله وروسته د نړۍ دوه ستر لوبغاړو لیونل میسي او کریستیانو رونالډو نه پرته ترسره شوه، چې په کې د بارسلونا لپاره لیویس سواریز د میسي تشه ډکه کړه او درې ګولونه یې ووهل.

خو له بل پلوه د رونالډو کوم بدیل په ریال میدرید لوبډله کې ونه لیدل شو چې بارسلونا ته یې ماتې ورکړې وای او یا یې سیالۍ په زړه پورې کړې وای.

په دغه سیالۍ کې لومړی ګول د بارسلونا لخوا برازیلي لوبغاړي فیلیپ کواټینو د جورډي البا په زړه پورې پاس سره په ۱۱مه دقیقه کې وواهه، دویم ګول لویس سواریز د پینالتۍ له لارې په ۳۰مه دقیقه کې، درېیم او څلورم ګول هم سواریز په ۷۵مه او ۸۳مه دقیقو کې ووهل، چې وروستۍ ګول ارټورو ویډال په ۸۷مه دقیقه کې وواهه، له بل پلوه د ریال میدرید لخوا د ګیرات بیل، کریم بینزیما، ایسکو او اسینسیوو په شتون یوازینی ګول مارسیلو په ۵۰مه دقیقه کې وواهه.

د بیګانۍ لوبې لنډیز له دې ځایه کتلی شئ!!

دغه سیالۍ چې د بارسلونا په کوربه توب په «کیمپ ناو» لوبغالي کې ترسره شوه، له میسي او رونالډو پرته بیا هم تر سل زرو  لیدونکي درلودل.

د لا لیګا لیګ په جدول کې دا مهال بارسلونا چې لس سیالۍ یې ترسره کړي، یوه ماتې، شپږ بریاوې او درې مساوي شوي، د ۲۱ پواینټونو سره په لومړي نمبر، خو ریال میدرید د ۱۴ پواینټونو سره په نهم نمبر دی.

ددغې سترې سیالۍ دوه مهم لوبغاړي کریستیانو رونالډو او لیونل میسي یوولس کاله وروسته په ال کلاسیکو کې یوځای ونه لوبېدل، ځکه چې رونالډو له تېر سیزن څخه وروسته ریال میدرید پریښود او له یوونتوس لوبډلې سره یوځای شو، او میسي دوه اوونۍ وړاندې په سیالۍ کې د غورځېدو له کبله سخت ټپي شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x