افغانستان

لوګر: طالبانو درې تنه غله لاس په لاس نيولي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): په لوګر ولایت کې ځايي طالبانو درې تنه غله چې د لوې لارې په سر يې د مسافرو له موټرونو غلا کولې د طالبانو له لوري نيول شوي دي.

دغه غله تيره ورځ ناوخته د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې هغه مهال ونيول شول چې له يو موټروان څخه يې د وسلو په زور ۲۵ زره افغانۍ واخيستلې، خو غله د طالبانو له لوري لاس په لاس ونيول شول.

په هغه ويډيويي صحنو کې چې لوګر د سيمه ييزو طالبانو له لوري خپره شوې، ښودل کيږي چې درې تنه غله يې نيولي دي او هغوی په خپل جرم اعتراف کوي.

دغه درې واړه غله د سيمې اوسېدونکي دي او اعتراف کوي چې دوی د غلا په اراده سرک ته راوتلي وو.

په دې ويډيو کې طالبان له موټروان نه هم پوښتنه کوي او هغه ورته وايي چې غلو وسلې پرې راوويستې او ۲۵ زره افغانۍ يې په زور ترې واخيستلې.

د سيمې طالب مسؤل په ويډيو کې ويلي دي چې دوی له مخکې هڅه کوله چې په دغه سيمه کې غله ونیسي خو اوس بريالي شول او دغه درې تنه يې ونيول.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم طالبانو تر خپل ولکې لاندې سيمو کې غله نيولي دي او د دوی د محکمې له لوري په سزا محکوم شوي دي.

بايد وويل شي چې طالبان وخت په وخت لويو لارو او سرکونو ته راوځي او د تالاشۍ پرمهال د دولت کارمندان او په بيلابيلو جرمونو تورن کسان له موټرو کوزوي او له ځان سره يې وړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

ژوندي دي وي زموږ د هيواد، سرونو، شتو، ناموس او عزت ژغورونکي او ساتونکي د ننګ او مړاني د مورچلونو اتل او زمري طالبان
پېغور هغو ته چي غليم ته چوپړ وهي او د خلکو د امنيت د ساتلو په کار کي سخت پاته راغلي او ناکام دي.

لونګ

#### وطندارانو. دا غله زما وطنداران دی او طالب اکا هم داسی ښکاری چه زمونږ شاه مزاری به وي. چونکه اسلامی حکومت لا تر اوسه نافذ شوی ندی، دوی ندی لاسونه نه غوڅیږی. په مقابل کی دی ښه وټکول شی و مخونه دی پری تور شی.
عجیبه زمانه شوه. یو وطندار می طالب، بل یی غل او زه هم یووار بیا مهاجر. الله د زمړنږ په وطن یو سرتاسری امنیت راولی.

ابوالوفاء

لونګ صاحب که داسي وي، بياخونو د افغانستان دا ګرده ډول ډول غله زما او ستا وطنداران دي او دا نور ټول مظلومان هم زما او ستا وطنداران دي، نو څنګه چي ستا په خبره اسلامي حکومت لا تر اوسه نه دی نافذ سوی هيچاته دي هيڅ هم نه ويل کيږي او هر غټ يا کوچنی غل چي د مجاهدينو لاس ته ورسي ښه دې ټکوي، مخ دې ورتوروي او بيا دې خوشي کوي. هههه رښتيا هم عجيبه زمانه شوه!

غلام حضرت

لونګه وروره ته ښه وائې. هیله ده چه طالبان د نوموړو غلو سره داسی معامله ونه کی چه دا درې کسان سبا د خپلی کورنۍ او ټولنی د اوږو پېټي وی البته دومره مناسبه سزا دی ورکړه شی چه ددوی او نورو عبرت شی البته د اسلامی مجازاتو د قوانینو له مخی یو وسله وال سرقت او شکَوَنه ډېر دروند جرم دی خو بیا هم هیله ده چه طالبان پدې هکله د انسانی رأفت څخه کار واخلی. خوند به هله وکی چه ټول سپین او تور او ژیړ او زرغونه او سرَه رسمی او غیر رسمی او مستقیم او غیر… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x