
کابل: د ټاکنو کميسيون دفتر ته څېرمه چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): کابل کې د ټاکنو خپلواک کميسيون مرکزي دفتر ته نږدې د ټاکنو کميسيون په کارمندانو چاودنه شوې ده.
دغه چاودنه نن سهار د کابل ښار په نهمه ناحيه کې د ټاکنو خپلواک کميسيون مرکزي دفتر ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې د ټاکنو کمیسيون کارمندان خپلو دندو ته روان وو.
د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي وويل چې چاودنه د ټاکنو کميسون د کارمندانو په موټر شوې ده خو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ويل.
د کورنيو چارو وزارت هم چاودنه تائيد کړه، خو د چاودنې د نوعيت او تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
د پيښې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.