افغانستان

ټیفا: تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې باید کمیسیونونه اصلاح شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): د رڼو ټاکنو بنسټ ټیفا؛ وايي د ولسي جرګې ټاکنو، درغلیو، فساد او سرغړونو ثابته کړه چې ټاکنیز کمیسیونونه سمون ته اړتیا لري.

د دې بنسټ مشر نعیم ایوب‌زاده وايي، وړاندې تر دې چې ولسمشریزې ټاکنو ته تیاری پیل شي، ښه به وي ټاکنیز کمیسیونونه اصلاح شي.

ایوب‌زاده وايي که ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي، لویې ستونزې به راولاړې کړي، هغه زیاتوي بیا به د دې کمزوریو ګوته د ټاکنو کیمسیون مدیریت ته نیول کېږي.

هغه تېره ورځ (یکشنبه، ۶لړم) هم یوه خبرې غونډه کې وویل، د ولسي جرګې ټاکنو کې سیاسیون مداخله کوي او هڅه کوي پخپله ګټه يې تمامې کړي.

هغه وویل د ټاکنو کمیسیون دا وړتیا نه لري چې سپينې رایې له تورو هغو بېلې کړي.

د ولسي جرګې ټاکنو په اړه د کمزوري مدیریت تر څنګ د طالبانو بشپړ تیاری بل اغېزمنونکی اړخ و، چې ټاکنې يې فلج کېدو ته نږدې کړي.

واشنګټن پوسټ وړمه ورځ پخپل یو مطلب کې لیکلي و، تر حکومت هم طالبان ټاکنو ته ډېر تیار و.

د سرچینې په وینا ولسمشریزو ټاکنو ته به طالبان تر نن لا پیاوړي وي او کولی شي هغه ټاکنې تر سوال لاندې راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x