افغانستان

ژینو کنفرانس کې په افغانستان کې د لګول شویو پیسو پایلې ارزول کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): د ژينو کنفرانس د راتلونکې میلادي میاشتې په وروستیو کې ترسره کېږي، چې ټاکل شوې په افغانستان کې د شویو لګښتونو په اړه به بحث وکړي.

دغه کنفرانس چې د نوومبر په ۲۸مه به د سویس په ژینو کې ترسره شي، د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو سازمانونو غړي به پکې ګډون وکړي.

په دې کنفرانس کې اصلي موضوع په ۲۰۱۶ز کال کې په افغانستان کې د ۱۵ میلیارده او دوه سوه میلیونه مرسته شویو پیسو پر پایلو خبرې کول دي، خو تر څنګ به يې د سولې اړوند هم بحث وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تدامیچی یاماموتو وايي دا به ښه موقع وي چې نړۍ موږ ته راوښيي چې په کومه خوا روان یو.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني وايي هلته به پر دې هم خبرې وشي چې څنګه په سیمه‌ییزې او نړیوالې کچې د سولې لپاره هڅې منظمولی شو.

په ورته وخت کې سولې شورا او د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په روانه اوونۍ کې د مسکو ناستې خبر هم ورکړی دی.

روسيې ویلي و، چې په دې ناسته کې به د طالبانو په ګډون د جګړې ټول اړخونه را ټول وي، خو هشت‌صبح ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت د سرچینې په حواله وايي چې طالبان باید دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

د امریکا او طالبانو مخامخ خبرو افغان حکومت اندېښنمن کړی چې ګواکې حاشیې ته ټېل وهل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x