افغانستان

بلخ کې لس عسکر له خپلو دندو لاس پر سر شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): د بلخ په چهار بولک ولسوالۍ کې لس تنه عسکرو خپلې دندې پرېيښې او طالبانو ته يې وسلې پر ځمکه ايښې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د تسلیم شویو عسکرو له تصویرونو سره د هغوی نومونه هم ذکر کړي دي.

هغه لیکلي: «عبدالرحیم، شیرمحمد،عبدالقدوس،احمد، حبیب الله،عبدالقیوم، محمدطاهر، محمدپائینده،عالم خان او عبداللطیف» د حقایقو په درک کولو سره له حکومتي دندو لاس واخیست.

مجاهد زیاتوي هغوی خپل ورځني ژوند ته ور ګرځېدلي، خو ځايي طالب مسؤلینو يې تود هرکلی کړی دی.

د بلخ ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

طالبان د نظامي کمیسیون تر څنګ د دعوت او پیغام رسونې لپاره هم د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نوم ځانګړی کمیسیون له لري.

دغه کمیسیون، مخامخ، د مخابرو، تلیفون، لیکونو او قومي مخورو له لارې غواړي دولتي عسکر له جګړې پرته جګړې پرېښودو ته اړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x