د نن ټکی اسیا فیسبوک پاڼې ته څه ور پيښه ده؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل):  له تیرو دوه ورځو راهیسي د نن ټکی اسیا رسمي فیسبوک پاڼه د فیسبوک د ادارې له خوا بنده شوې او د نامعلوم برخلیک سره مخ شوې ده.

فیسبوک د پاڼې د بندولو وجه دا ویلې چې ګواکي نن ټکی اسیا د دوی هغه شروط نه دي عملي کړي چې په فیسبوک کې د فعالیت او پاڼو جوړولو لپاره لازم ګڼل کیږي، خو د فیسبوک له لوري نن ټکی اسیا ته هیڅ داسي یو پوسټ نه دی په نښه شوی چې له وجې يې باید پاڼه بنده شي او یا د فیسبوک د قانون خلاف عمل وبلل شي.

د نن ټکی اسیا فیسبوک پاڼه چې تر شپږ سوه او لس زره زیات مینه وال لري او هره اونۍ تر دوه ملیونه زیات خلک ورسره تفاعل ښيي او یا یې خبرونه تر لاسه کوي، په دې وروستیو کې د ملکي تلفاتو د راپورونو او انځورونو نشرولو په وجه، د جنرال رازق د وژل کېدو او امریکايي جنرال سکاټ میلر باندي د برید خبرونو، او همداسي د وروستیو ټاکنیزو ډرامو څخه د پردې پورته کولو په وجه د افغانستان، امریکا او ددوی د ایتلافيانو له لوري تر سخت ګواښ او بریدونو لاندي وه.

د نن ټکی اسیا رسمي انټرنيټي پاڼه د خپل کمو امکاناتو باوجود دې ته اړه شوه چې د اضافي مصارفو په کولو سره د پاڼې د امنیت ټینګولو لپاره لازم ګامونه اوچت کړي او پاڼه له مسلسلو بریدونو څخه په امن کړي، خو د فیسبوک پاڼه چې ټول واک یې د فیسبوک د ادارې سره دی، او نن ټکی اسیا یې یوازي په خپلو خبرونو، انځورونو، ویډیوګانو او تبصرو فعاله ساتي، وروسته تر هغه د مشکلاتو سره مخ شوه چې په زیاته اندازه د دولت پلوه فیسبوکي فعالانو او استخباراتي کړیو په واسطه راپور او د فیسبوک د قوانینو خلاف وبلل شوه.

نن ټکی اسیا چې تر افغانانو پوري د افغانستان د واقعي پيښو او کړاوونو خبرونه خپل د رسنیز رسالت لازمي برخه ګڼي، مجبورا داسي انځورونه او ویډیوګاني خپروي چې په هغه کې د مړو او ټپيانو اجساد ښکاري او یا هم د وسلوالو نظامي او غیر نظامي کسانو انځورونه وي چې له وجې يې هغو کسانو ته د راپور کولو او فیسبوک ته د شکایت پلمه په لاس ورځي چې غواړي په افغانستان کې د ازاد ژورنالیزم مخه ونیسي او پيښې هغه سي انځور نه سي لکه څرنګه چې دي.

افغانستان چې د نړۍ په سطحه په هغو هیوادونو کې شمېرل کیږي چې د بیان ازادي په کښي د نشت په حساب ده، او هیڅ یو اړخ د مخالفي رایې د اوریدلو توان نه لري، حکومت یې د تیرو ۳ کلونو راهیسي په رسمي ډول د نن ټکی اسیا پر ویب پاڼې باندي بندیز لګولی، لیکوالان او سیاسي شنونکي يې نن ټکی اسیا ته پر لیکنو ورکولو ګواښلي او حتی بې ګناه او غیر وابسته خلک یې د نن ټکی اسیا سره د همکارۍ په تور په شهادت رسولي دي.

د نن ټکی اسیا د بندولو هڅې د تیرو څو کلونو راهیسي روانې وې او څو ځلې د بندېدو د ګواښ سره مخ شوې خو د فیسبوک د ادارې سره تر تفاهم وروسته پاڼه یو ځل بیا پرانیستل شوې.

اوس هم نن ټکی اسیا د فیسبوک ادارې ته د پاڼې د بیا پرانیستلو لپاره غوښتنه «اپيل» کړی، او انتظار یو چې د فیسبوک د پالیسۍ څېړنې چارواکي پاڼه له سره وګوري او معلومه کړي چې د نن ټکی اسیا پاڼه خو به په غلطۍ نه وي بنده شوې، تر څو چې فیسبوک نن ټکی اسیا ته جواب راکوي، د اصلي پاڼې د بیا پرانیستلو او نه پرانیستلو جواب راکوي، نن ټکی اسیا به خپله یوه پخوانۍ پاڼه فعاله وساتي چې ادرس یې لاندي دی:

https://www.facebook.com/nunn.asia.web/

باید وویل شي چې د نن ټکی اسیا د شهرت څخه په استفادې په فیسبوک کې په لسګونو جعلي پاڼې جوړي شوي چې نن ټکی اسیا یوازي د پورته پاڼې تصدیق کوي او نوري ټولې پاڼې جعلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د