نړۍ

سنډې ټايمز: امريکا د کورنۍ جګړې په درشل کې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): سنډې ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې امريکا ورځ تر بلې د توکمپالنې او کورنۍ جګړې پر لور روان ده او خبرداری يې  ورکړی، که چارواکي او پاليسي جوړوونکي  دغه خطر ته متوجه نه شي، امریکا به يو ځل بيا له کورنۍ جګړې سره مخ شي، چې بيا به يې قابو کول ستونزمن وي.

د مقالې برتانوی ليکوال نيال فيرګوسن وايي، چې امريکا د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو زياته کورنۍ جګړې ته نږدې شوې او د دې تاوتريخوالي ريښې د ۱۸۶۲ کال پر مهال په جنوبي کارولينا کې شوې خونړۍ پېښې سره تړاو لري.

لپکوال زياتوي، چې د ټرمپ مخالفو سياستوالو ته د بندو مشکوکو کڅوړو رسېدل د دغه ګواښ پيل بلل کېدای شي او اوس چې پيټسبرګ ښار کې د يهودانو پر معبد خونړی برید وشو، د کورنۍ جګړې خطر يې څو چنده نور هم زيات کړی دی.

د ورځپاڼې په وينا د امريکا ښي اړخي د خپلو ګټو لپاره تونده ژبه کاروي، د خپلو موخو لپاره له تاوتريخوالي ډک سياست کوي او په امريکا کې له ولسونو سره د وسلو زياتېدل هم د کورنۍ جګړې يو ستر خطر دی.

امريکايي تاريخ پوه ويکټور ديفس هانسون هم خبرداری ورکړی، چې امريکا په ډېره چکټۍ سره د کورنۍ جګړې پر لور روانه ده، په متحده ايالتونو کې د وسله‌والو بريدونو زياتوالی د همدې ګواښ نښه ده، ټولو پرې سترګې پټې کړي او دغه امريکايي مؤرخ پر چارواکو غږ کړی، چې دغه ګواښ ته متوجه شي او د ستونزې د زياتېدو مخنیوی وکړي.

فيرګوسن د امريکايي ليکوال ريحان مرشد  سلام د نوي کتاب په حواله ليکلي: «که امريکا د مهاجرت په قانون کې اساسي بدلون را نه ولي، نو د امریکا وضعيت به تر دې هم ډېر خطرناک شي.»

فیرګوسن د خپلې خبرې د دليل لپاره د امريکا د ټولنپوهنې د يوه متخصص پيټر تورشين په حواله ليکلي، ډېرې داسې نښې  نښانې شته، چې امريکا کې سياسي ناقراري مخ پر زياتېدو ده، تر ۲۰۲۰ کال پورې به دغه ستونزه دومره ډېره شي، چې امريکا به عملا د کورنۍ جګړې ښکار شي.

پروفيسر تورشن وايي، چې د سيکولريزم، انټرنيټ او همدارنګه په ښي او چپ اړخ د امريکايي ولسونو تقسيم د جغرافيايي تقسيم پيل دی او امريکا په ډېره چټکۍ د کورنۍ جګړې پر لور روانه ده او که سمدستي يې مخنیوی ونه شي، متحده ايالتونه به د يونان ماقبل مسيح په څېر د کورنيو جګړو په مرکز بدل، چې له امله به يې د امريکا ټوله امپراتوري له زوال سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x