افغانستان

وکيلان: غزني يو ځل بيا سقوط ته نږدې شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د غزني ولايت استازي وايي چې په غزني ولايت کې ورځ تر بلې د طالبانو د واک ساحې پراخيږي او نژدې ده چې دغه ولایت د طالبانو په لاس يو ځل بيا سقوط وکړي.

نن د دوشنبې په ورځ په ولسي جرګه کې د غزني د امنيت په اړه بحث وشو او په حکومت غږ وشو چې که ددې ولايت امنيت ته پام ونه شي نو ژر به دغه ولايت د طالبانو لاس ته ولويږي.

د غزني استازي وايي چې دوی حکومت ته په وار وار د غزني د خراب امنيتي وضعيت له امله خبرداری ورکړی دی خو حکومت په دې اړه هيڅ اقدامات نه دي کړي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي عبدالقيوم سجادي وويل چې موږ يو ځل بيا په امنيتي مسؤلينو غږ کوو چې د غزني قضيې په اړه مسؤلانه اقدام وکړي او حکومت دې دا مسئله نه پټوي او که چېرې حکومت دا مسئله پټوي غلطي کوي.

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د غزني د امنيت په اړه انديښنې ښيي چې تازه د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني اړوندو مسؤلينو ته په دې ولايت کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کولو له پاره د لارې هوارولو سپارښتنه کړې ده.

څو مياشتې وړاندې هم طالبانو د غزني په ښار بريد کړی و چې دغه ښار يې د څو ورځو له پاره په خپل کنټرول کې اخيستی و.

بل لور ته د دفاع وزارت وياند غفور احمد جاويد ويلي دي چې د غزني امنيت له پاره به هڅې وکړي تر څو په دغه ولايت کې
امنيت تأمين شي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ټول افغانستان کې د طالبانو بريدونو او حملو زور اخیستی دی چې په نتیجه کې يې ګڼې ولسوالۍ په خپل واک کې اخيستی او ډيری وخت د ولايتونو د سقوط انديښنې هم راپورته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x