
اردوګان د يو لړ مراسمو پر مهال د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ډګر پرانيسته وکړه/ انځورونه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان نن دوشبنه په استنبول ښار کې د يو لړ پراخو رسمي مراسمو پر مهال د نړۍ د تر ټولو ستر هوايي ډګر پرانيسته وکړه.
په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو او استازو هم ګډون کړی و.
د ترکيې اناضول خبري اژانس وايي، چې ولسمشر اردوګان نن په استنبول کې د نړۍ د تر ټولو ستر هوايي ډګر پرانسه وکړه او دغه هوايي ډګر د استنبول په داسې سيمه کې دی، چې اروپا ته نږدې دی.
په دغه پرانيستغونډه کې د البانيا ولسمشر ايلير ميتا، د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثال، د قرغزستان ولسمشر سورونبای جينبیکوف، د پاکستان ولسمشر عارف علوي، د سوډان ولسمشر عمر البشير د کوسوو ولسمشر هاشم تاتشي او يو شمېر نورو هېوادونو مشران او استازي ګډون کوي.
په دغه پرانيستغونډه کې د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف او يو شمېر نورو هېوادونو د بهرنيو چارو او مواصلاتو وزيرانو ګډون کړی و.
د دغه هوايي ډګر د بنسټ ډبره د ۲۰۱۴ کال په جولايي مياشت کې کېښودل شوې وه.
دغه هوايي ډګر د استنبول تاريخي ښار د تمدن يوه ستره برخه بلل کږي، چې پر ۷۶ ميليونه مربع ځمکه جوړ شوی او په کلني ډول به دوه سوه ميليونه مسافر ترې تګ راتګ کولی شي.
دغه هوايي ډګر په يوه وخت د ۱۱۴ الوتکو لپاره ځای لري او هره ورځ به ترې درې زره پروازونه کيږي.
د ترکيې د مواصلاتو وزير څه موده وړاندې ويلي و، چې پر دغه هوايي ډګر يوولس ميليارده ډالر لګېدلي او تر بشپړېدو به يې لګښت ۲۲ ميلياردو ډالرو ته پورته شي.
ترکي چارواکي دا هم وايي، چې د استنبول ښار او نوي هوايي ډګر ترمنځ ميټرو سړک جوړوي، چې مسافر په ۲۵دقيقو کې هوايي ډګر ته رسوي.
نوی هوايي ډګر د اردوګان له سترو پروژو څخه دی او د دې سربېره يې د بوسفور تنګي ستر پول جوړول هم دي.