د نن ټکی اسیا د فیسبوک پاڼه یو ځل بیا پر لیکه سوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): د نن ټکی اسیا د فیسبوک رسمي پاڼه چې له تېرو دوه ورځو راهیسي د فیسبوک د ادارې له خوا بنده سوې وه، د نن ټکی اسیا او د فیسبوک ادارې تر منځ د تفاهم وروسته بیرته پر لیکه سوه.

نن ټکی اسیا وروسته تر هغه د فیسبوک ادارې له خوا بنده سوه کله چې په یوه ځل ډیرو کسانو هغه انځورونه، ویډیوګاني او خبرونه د فیسبوک د پالیسي خلاف وبلل چې په افغانستان کې د روان ناورین او ملکي تلفاتو انځورګري یې کوله او یا یې خبرې تفصیل په کښي پروت وو.

نن ټکی اسیا د فیسبوک ادارې ته واضحه کړه چې دغه رسنیزه اداره یوه خپلواکه او بې طرفه خبرې ویب پاڼه ده چې د افغانستان د جګړو او وضعیت سره سم پر وخت امنیتي، سیاسي، ورزشي او نور مطالب خپروي.

د نن ټکی اسیا پر فیسبوک پاڼې وروسته تر هغه هم بریدونه زیات سوه کله چې د طالبانو په وروستیو بریدونو کې د پارلماني ټاکنو لپاره کاندید جبار قهرمان په هلمند او وروسته د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د یو شمېر نورو جګپوړو امنیتي چارواکو په شمول ووژل شو او د امریکایانو تر ټولو جګپوړی قومندان سکاټ میلر د ډزو له صحنې څخه په تیښته بریالی سو او د ټاکنیزې پروسې سره هم مهاله په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه سوه.

نن ټکی اسیا د خپل رسنیز رسالت سره سم د افغانستان روانه شخړه او ورسره تړلی بشري ناورینونه تر خپله وسه په مسلکي توګه د نشرولو هڅه کوي، او په دغه کار کې د هیڅ چا پروا او ملاتړ نه کوي.

که د نن ټکی اسیا د فیسبوک پاڼه فعاله وي او که بنده، خو د یوې مسؤولي او مسلکي رسنۍ په حیث به نن ټکی اسیا خپل وجود د الله تعالی په مرسته ژوندی او ګړندی ساتي.

نن ټکی اسیا ته ښه راغلاست!

د نن ټکی اسیا رسمي فیسبوک پاڼې ادرس لاندی دی:

https://www.facebook.com/nunn.asia

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ښه سو چي دا فيسبوک پاڼه بيرته پر ليکه سوه، خو د حکومت او امريکايانو د ګومارلو کسانو ښکنځل او بد رد به نه پکښي پرېږدئ. دې ته نه د بيان آزادي وايي او نه سمه نشراتي ګړنلار. د د غو لنډغرو دا هرزه ګۍ او بې ادبۍ د دې اسلامي نشريې د بې خوندۍ لامل کيږي، ځکه هر شريف انسان د دغو سپکو کسانو له بد ويلو ځانونه ګوښه ساتي. ما يووخت د تاند ويبپاڼي تر يوې ليکني لاندي يو ساده کمينټ ورکړ، خو چي د سقيم طبيعت د خاوندانو پر ناټ نه وو برابر نه دا چي خپور… نور لوستل »

حاجی ملا تراکتور
میلمه
حاجی ملا تراکتور

مولوی صاحب سلامونه او نیکی هیلی.خبره د زه هم تایید وم.خو دا چه زه یو ولسی سړی یم نو بعضی کمینتونه زما نه تاند نشروی ،او نه دا ن.اسیا،زموږ بیا په داوړو طرفو ته مخونه تور دی،دولت ناروا چه ولیکو،وایی چه د پنجاب مزدور دی،طالیب ناروا چه ولیکو وایی چه امریکا ډالر ورکړی.د دواړو له خوا فشار په موږ ولسی خلکو ده،هغه ځکه چه طالیب هم له ولس څخه خپل خرڅ خوراک او جنګیالی پوره کوی،او دولت هم خپل عسکر له ولس څخه برابره وی.زما کورنی نیمه په دولت کی ده او نیمه په طالیبانو کی.زه په خپله په یوه… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

محترم حاجي صاحب !
سلامونو ته دي وعليکم السلام وايم. خدای دي نه کوي چي زموږ به چاته مخونه تور وي. موږ د هيچا مزدوران او چوپړيان نه يو، موږ حق وايو او غرب ته د ځينو افغانانو د تېښتي په اړه به که خدای کول ستاسو د سپارښتني سره سم څه وليکم، مننه والسلام.

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

دروند همت صاحب! سلام علیکم.
موږ د ددې حاجی! توپچی او اتناڼچی غوندی خلکو سره فقط ګُذاره کوو، دا همهغه پخوانی ماتی خوړلی خلکیان او پرچمیان او د نجیب ګَو سر تېری! دی چه فقط خپله پیائي.
دا هغه کسان دی چه یو وخت ئې د سرَه پوځ پر هلاک شوو جسدونو ژړل او نن د استعمار ګرانو او ناټو پر وژل سوو جسدونو د غم اوښکی تویوی.