د کولیسترول زیاتوالی د زړه او فالج ناروغیو لامل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د روغتیا پوهان وایي چې په بدن کې د کولیسترول زیاتوالی د زړه ناروغۍ او فالج حملې پېښیدلو تر ټولو ستر لامل دی.

پوهانو زیاته کړه چې د شکر ناروغي، د وینې لوړ فشار او د کولیسترول زیاتوالی ټول هغه څه دي چې د زړه ترڅنګ د فالج ناروغۍ د زیاتولو لامل جوړیږي.

د درملنې په اړه پوهانو ویلي چې د فالج حملې راتلو سربېره بیا هم د شوګر، وینې فشار، کولیسترول او د زړه ناروغۍ په کنترولولو کې ځانګړی پام په کار دی.

د فالج حملې د سختوالي اندازه د «سي ټي سکین او ایم ار آی» معاینو څخه وروسته کیږي، چې په مرسته یې د نورو ناروغیو کنترول کې اساني کیږي.

کولیسترول څه ته وایي؟

کولیسترول د وینې غوړ ته وایي، چې په انسان کې د رامنځته کېدو یو شمېر لاملونه لري، تر هغې زیانمن نه وي تر کومه چې په بدن کې له اندازې زیات شي ، د همدې لامله یو ګټور کولیسترول ګڼل شوي او بل زیانمن کولیسترول.

د پوهانو په وینا که د کولیسترول کچه بدن کې ګواښونکي اندازې ته پورته شي نو د زړه ناروغۍ ګواښ امکان سل سلنه زیاتیږي، ځکه چې زړه ته وینه ورکونکي رګونو باندې کولیسترول راټولیږي او بیا دغه رګونه زړه ته په سم ډول وینه نشي تیرولی چې له کبله یې د زړه حملې راتلو امکان لوړیږي.

د کولیسترول د زیاتوالي مخنیوي لپاره باید له غوړيو، هګۍ، غټه غوښه، د هګۍ ژیړ، ملایي، پنیر، کوچ او نور داسې خواږه خواړو څخه ځان وژغورل شي، پرځای یې سبزي او تازه میوه استعمال شي او ترڅنګ یې هره ورځ ورزش کول عادت وګرځول شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د