mashraan

طالبانو له ګوانتنامو ازاد شوي خپل مشران د سیاسي دفتر غړي ټاکلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): له امریکایانو سره د مخامخ مذاکراتو تر مقدماتي ناستو وروسته طالبانو د خپل سیاسي دفتر، چې د مذاکراتو د پرمخ بیولو مسئول جهت ګڼل کیږي، د تشکیل د پراخولو پرېکړه کړې.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې ویلي چې طالبانو له ګوانتنامو څخه ازاد شوي خپل پنځه مشران د نوموړي دفتر د رسمي غړو په توګه ټاکلي دي. سرچینې زیاته کړې چې کیدای شي د امریکایانو سره د مخامخ مذاکراتو د لا پیاوړتیا لپاره نور بدلونونه هم را منځته شي.

د نن ټکی اسیا ځانګړې سرچینه زیاتوي چې ملا فضل محمد مظلوم، ملا خیر الله خیرخوا، ملا نور الله نوري، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري د طالبانو د امیر (شیخ هبت الله اخندزاده) په امر د سیاسي دفتر په اعضاوو کې شامل شوي دي.

طالب مشر دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې تازه د طالبانو او امریکايانو ترمینځ د مذاکراتي ناستو راپورونه ورکول شوي. د روانې میاشت په پیل کې طالبانو تایید کړه چې سیاسي استازو یې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې کتلي دي.

د سیاسي دفتر د غړو په توګه د یادو پنځو مهمو طالب مشرانو د ټاکلو اقدام د سولې او مذاکراتو په برخه کې د طالبانو د جدیت ښکارندويي څرګندوي او ښيي چې طالبان له امریکایانو سره د مذاکراتو راتلونکې مرحلې لپاره چمتووالی نیسي.

یاد طالب مشران په ۲۰۱۴ کال د یوه امریکايي بندي عسکر (بو برګډال) سره د تبادلې په پایله کې له ګوانتنامو زندان څخه ازاد او له هغه وخته تر اوسه پورې په قطر هیواد کې میشت دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول دا خبر نه دی تایید کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ماشاءالله لا قوته الا با لله
الهي(ج) امريکا نوره هم ذليله کړئ .