د چاپیریال ککړتیا؛ هر کال تر ۶۰۰ زرو زیات کوچنیان ژوند له لاسه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د روغتیا نړیواله اداره وایي چې د چاپیریال ککړتیا له کبله هر کال له ۶۰۰ زرو څخه زیات د ۱۵ کالو څخه کم عمره کوچنیان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې سازمان د تازه خپور شوي راپور سره سم چې د چاپیریال ککړتیا په تنفس کې د انفیکشن اخیستلو ناروغۍ په چټکۍ سره خپریږي، همدا ډول په ۲۰۱۶م کال کې د تنفس انفیکشن له کبله ۶۰۰ زره کوچنیان مړه شوي وو.

ددغو مړو شمېره کې له هر لسو څخه یې یو له پنځو کالو کم عمره کوچنیان شامل دي، چې د ککړې هوا تنفس کولو له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

په فضا کې شامل د سلفیټ او تور کاربن (Sulphate and Black Carbon) د سږو، نس ناستې او زړه ناروغیو لامل کیږي، چې د مشرانو په پرتله پر کوچنیانو چټک اغیز کوي، ددغې ګواښ څخه غریب او بېوزله هېوادونه زیات په نښه کیږي.

د نړۍ په شاوخوا کې پرمختللي هېوادونه د چاپیریال ککړتیا څخه د خلاصون لپاره یو شمېر لارې په کار اچوي، چې له جملې یې ډیزلي موټرونه، ریل ګاډي او داسې نور له منځه وړل او پر ځای یې هایدروجني توکي رامنځته کول دي.

د افغانستان هېواد د ککړ چاپیریال هېوادونو په لومړي سر کې دی، ځکه چې ناپاکې اوبه، روغتیاوي اسانتیاو نه شتون، د جامدو موادو پاتېشون، د فضله موادو ناسم تنظیم، کیمیاوي ککړتیا، خرابه هوا او داسې نور ناوړه دودونه دي.

د نویو څیړنو له مخې د چاپیریال ککړتیاد شکر ناروغۍ ګواښ زیاتولو تر ټولو ستر لامل ګڼل شوی دی، څیړونکي زیاتوي چې ککړه هوا تنفس کول یوازې سږي نه بلکې د شکر ناروغۍ په زیاتولو کې مهم رول لري.

د څیړنې له مخې ویل شوي چې د چاپیریال ککړتیا څخه د شکر ناروغۍ موندل شوې پيښې په هند، پاپوا ګینیا، افغانستان او ګیانا هېوادونو کې ډیرې رامنځته کیږي، حتی هغه هېوادونه چې په پاملرنه کې تر ټولو وړاندې دي هم له دغه ستونزو سره مخ دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د