
اسرائيلي وزيرانو د لومړي ځل لپاره اماراتو ته رسمي سفر کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): د اسرائيلو د لوبو او ثقابت وزيره د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللې او د خپل سفر ويډيو په ټويټر او فيسبوک هم خپره کړې، چې په لوپټه کې د شيخ زايد د جومات څخه ليدنه کوي.
د فرانسې اې ايف پي خبري اژانس ليکلی، چې د مسلمانانو او عربانو پر ضد په توندو څرګندونو پېژندل شوې د اسرائيلو د لوبو او ثقافت وزيره مير ي ريګيو سره چپنه په ځان اچولې او په دوبۍ کې د شيخ زايد له جومات څخه ليدنه کوي.
دغې اسرائيلي وزيرې ويلي، دا لومړی ځل دی، چې د اسرائيلو لوړپوړی پلاوی متحده عربي امارتو ته رسمي سفر کوي.
په دې پلاوي کې د اسرائيلو د اطلاعاتو وزير هم شامل دی او هغه په خپلو رسنيزو څرګندونو اماراتو ته د ورتلو څخه ډېره خوښي ښکاره کړې ده.
هغه ويلي: «زه نه پوهېدم، چې نړۍ کې به دومره ښکلې سيمه هم وي، دا ځای خو مې ډېر خوښ شو.»
د اسرائيلو د اطلاعاتو وزير به دوبۍ کې د مخابراتو نړيوال کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
تر دې يوه ورځ وړاندې په ابو ظبۍ کې د کراټو په يوه سيالۍ د اسرائيلو ملي ترانه غږول شوې وه او دا لومړی ځل دی، چې په يوه عربي هېواد کې د اسرائيلي ښکېلاک ملي ترانه غږول کيږي.
امارات او اسرائيل رسمي ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري، خو له تېرې اوږدې مودې راهيسې دواړه هېوادونه د رسنيو له لارې له يوه بل سره د نږدې څرګندونې کوي او د عربو اسرائيلو جګړې د تېرې زمانې خبرې بولي.
تر دې وړاندې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو عمان ته د سفر پر مهال د عماني چارواکو له لوري پر تاريخي او ملکي ځايونو ګرځول شوی و.
د عمان د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې نور د دې وخت رارسېدلی، چې هېواد يې اسرائيل په رسميت وپېژني.
تر اوسه په عربي دولتونو کې يوازې مصر او اردن له اسرائيلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې لري، خو د سعودي او اماراتو په ګډون نور هېوادونه د پخوا په پرتله اوس له اسرائيلو سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.
د اسرائيلو لومړي وزير او نورو چارواکو ويلي، چې عربانو سره ښې اړيکې لري او غوښتنه يې کړې، چې عربي مشران دې نور پټې اړيکې ښکاره کړي.