افغانستان

حکيم شجاعي د ژورو ټپونو له امله مړ شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل):  په روزګان ولايت کې د بشري جرمونو او ولسي خلکو د وژنو ستر عامل  او د ځايي اربکيانو مشر حکيم شجاعي له طالبانو سره په جګړه کې له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.

تېره ورځ رسنيو ويلي و، چې حکيم شجاعي ټپي او د هغه د مرستيال فکوري په ګډون شل تنه نور اربکيان وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده.

د اربکيانو دغه مرګ ژوبله وړمه ورځ د خاص روزګان ولسوالۍ کندلان او جنګه ريغ سيمو کې د اربکيانو او طالبانو ترمنځ د خونړيو نښتو پر مهال شوې وه.

طالبانو تېره ورځ ويلي و، چې د شجاعي د مرستيال فکوري په ګډون يې اته اربکيان وژلي او شپږ نور يې ژوندي نيولي، خو خاص روزګان ولسوالۍ ته څېرمه د غزني ولايت د مالستان ولسوالۍ ولسوال ضمانت علي هدايت او نورو ځايي سرچينو رسينو ته ويلي، چې د طالبانو په بريد کې د شجاعي د مرستيال په ګډو شل اربکيان وژل شوي دي.

اوس، چې د شجاعي د وژل کېدو پخلی وشو، دا په سيمه کې د اربکيانو د ستر زيان په معنا دی.

حکيم شجاعي په ۲۰۰۱ کال کې د امريکايي يرغل له پيله د امريکا په ملاتړ له خپلو ملېشو سره د سيمې د خلکو او طالبانو پر ضد جګړه پيل کړې و او تر اوسه د سلګونو ملکيانو په وژنه او  شکنجو تورن شوی و.

د بشري حقونو ټولنو ويلي، چې حکيم شجاعي په تېرو څو کلونو کې د طالب په نوم سلګونه ځايي خلک وژلي، شکنجه کړي يې دي او لا يې هم شخصي زندانونه درلودل.

په ۱۳۹۲ کې ګڼ شمېر نړيوالو ټولنو ويلي و، چې شجاعي په خاص روزګان کې شاوخوا دوه سوه  ملکيان وژلي او د دغې پېښې د قربانيانو خپلوان او کورنيو غړي کابل کې  هم د رسنيو له لارې حکومت ته د خپلو غوښتنو او شکايت رسولو هڅه وکړه، خو تر  اوسه هم حکومت د شجاعي د مخنيوي لپاره کوم ګام نه و اخيستی، چې بالاخره له طالبانو سره په جګړه کې ټپي او تېره ورځ له خپلو ټپونو ومړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

که دا خبر رښتیا وي، نو دا د طالبانو تر ټولو ستره بریا ده چې د پښتنو قاتل وژني.

عمر

الله د دا خبر رښتیا کړکی سخت خوندبه وکړی کیدایسی چی دا د منی میاشتی د زورواکانو د مغلوبیدو میاشتی وی . انشاالله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x