په ایران کې داعدامونوپر ډیروالې دبشر حقوقوټولنې انتقاد کړی

kardi_iranننن ټکی اسیا /خبری رسني

په ایران کې دبشر دحقوقو ټولنې ویاند (آرون رودز ) په یوه خپره کړې اعلامیه کې په ایران کې داعدامونو پر ډیروالي اندیښنه ښودلې .نوموړی وایي چی په تیرو شپاړسو ورځو کې ۴۷ اعدامونه ترسره شوي ، دی وایي چی اکثرا اعدامونو دسیاسی موخو او اهدافو دترسره کولو لمخي په دستوري توګه ترسره کیږی ،او ډیر وخت دایران قضائیه قوه دا اعدامونه داطلاعاتي او امنیتي سازمانونو دهدایت لمخې ترسره کیږ ي پوره تحقیق او څیړنه نه ترسره کیږي.

 

دبشر دحقوقو فعالانو دشنبې په ورځ رپورت خپور کړ چې ایراني چارواکي   پر یوه کرد توکمي حسین خضری باندی تور لګوی چی نوموړي په وسلوالو عملیاتو کې لاس لری او دنظامي قوې دیوه مامور په وژلو کې لاس لري ،داتورونه ټول حسین خضری په یوه لیک کې واردمخه ر د کړي دی

آرون رودز وایې چی دکري فعالانو اعدام پرته له منصفانه محاکمې ترسره کیږی او دتحقیق په وخت کې له زیاتو شکنجو او تشدد سره مخ کیږی .

دې ټولنې د۱۴ کردي بندیانو نومونه یاد کړي دی چی داعدام له خطر سره مخامخ دي ، زینب جلیلیان، شیرکو معارفی، رستم ارکیا، مصطفی سلیمی، انور رستمی، رشید اخکندی، محمد امین آگوشی، احمد پولادخانی، سید سامی حسینی، سید جمال محمدی، حسن طلعی، ایرج محمدی، محمد امین عبداللهی و قادر محمدزاده.

احمدبریال

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د