افغانستان

جرمني د افغان پوځ یو عسکر په جنګي جرمونو تورن کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): جرمني حکومت د شکایتونو پر اساس هغه افغان عسکر نیولی، چې د دندې پر وخت يې زندانیان ځورولي دي.

د جرمني فدرالي څارنوالۍ ویلي، احمد ظاهر په افغانستان کې د ندې پر وخت زندانیان شکنجه کړي ي.

سرچینه زیاتوي، هغه زندانیان تر ویښتانو کش کړي، په پلاستیکي پیپ ويې وهلي او په ځمکه يې راکش کړي دي.

دغه کس چې څارنوالي يې تخلص «D» یادوي، پنځه ورځې وړاندې (۲۵اکتوبر) مونشن ښار کې ونیول شو.

په افغانستان کې چې نږدې هر زورواکی پکې شخصي زندان هم لري، د زندانونو وضعیت د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله وحشتناک دی.

وړمه میاشت یوازې څرخي پله کې د وحشت، ځورونې او غږ نه اورېدو په غبرګون کې شاوخوا څلور زره زندانیانو خپلې خولې وګنډلې او تر اوونۍ ډېر يې د نه خوړو اعتصاب وکړ.

بګرام، څرخي پله او ګڼو نورو زندانونو کې، د نوکونو ایستل، جنسي تېري، په خاص اندام پورې وزن ځړول، سرچپه را ځړوندول، اوبه کې ډوبول، لوږه، ذهني شکنجه او ګڼ نورو د ځورنې ډولونه عادي چارې بلل کېږي، چې تر اوسه پرې د بشري حقونو په نوم فعالې ادارې هم چوپه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx