غزني: د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې لویه دیني مدرسه پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني ده یک ولسوالي چې د طالبانو له لوري له څو ځلې سقوط وروسته اوس پکې بشپړ د دوی واک دی، یوه لویه دیني مدرسه پرانیستل شوه.

دغه مدرسه چې په اساسي ډول جوړه شوې، د ده یک په رباط کلي کې جوړه شوې ده.

رباط کلی چې تر لسیزې ډېر د حکومت تر لاس لاندې او په وروستیو کې د ځايي اربکیانو محکم سنګر بلل کېده، څو میاشتې وړاندې د طالبانو له لوري ونیول شو.

دې کلي کې چې شاوخوا دوه زره کورنۍ هستوګنې دي، د طالبانو تر لارښوونه لاندې د سیمې د خلکو په مرسته دا ستره دیني مدرسه پرانیستل شوه.

یاده دې وي طالبانو په نږدې ټول افغانستان کې ان د حکومت تر لاس لاندې سیمو کې هم د مدرسو او ښوونځيو څار او نظم ته جدي پام کړی او منظمې غونډې يې لرلې دي.

طالبانو نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د کابل ښار لوېدیځ ارغندۍ سیمه کې هم د ښوونځيو او مدرسو له مسؤلینو سره د کیفیت د لا ښه کېدو په موخه غونډه وکړه.

دوی د نظامي کمیسیون تر څنګ د ښوونې او روزنې په برخه کې هم ځانګړی کمیسیون لري، چې د ښوونځيو او مدرسو چارې څاري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د