افغانستان

طالب مشر د استسقاء د لمانځه لپاره پر ولس غږ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): طالب مشر شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده پر ولس غږ کړی چې د وچکالۍ د له منځه تلو او الهي رحمت د غوښتو په موخه استسقاء لمونځونه وکړي.

په همدې مناسبت خپاره کړي پیغام کې شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده ویلي، وچکالي د الله جل جلاله یو ازمېيښت دی، چې د لرې کېدو لار يې هم را ښودل شوې ده.

هغه ویلي: «قحطي یا وچکالي یوه الهي ابتلاء ده چې په انسانانو باندې نازلیږي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د هجرت په شپږم کال په مدینه منوره وچکالي راغله، د الله تعالی پيغمبر صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته د استسقاء امر وکړ، نبي علیه السلام او عامو مسلمانانو الله تعالی ته خپل عجز وړاندې کړ، د استسقاء لمونځ، توبه او استغفار یې وکړ او الله تعالی ورباندې باران ووراوه.»

طالب مشر پر ولس غږ کړی چې همدا مسنونه طریقه دې خپله کړې او له الله جل جلاله نه دې د رحمت غوښتنه وکړي.

«څرنګه چې استسقاء یو مسنون عمل دی او د الله تعالی په حضور کې دعاء،تضرع او استغفار د الهي رحمت د نزول سبب ګرځي، نو ټولو هیوادوالو ته توصیه کوم چې د استسقاء لپاره ووځي او د باران د اورښت په مقصد دې دغه مسنون عمل پر ځای کړي.»

په پیغام کې وړاندې ویل شوي چې مسلمانان باید له الله جل جلاله نه د رحمت غوښتنه وکړي، بښنه وغواړي او په پوره عاجزۍ، دعاګانې وکړي.

«مسلمانان وروڼه باید د استسقاء د ټولو شرائطو په لحاظ سربیره له الله تعالی څخه ډير ډیر مغفرت وغواړي او په ډیر تضرع دعاګانې وکړي تر څو دغه ابتلاء الله تعالی پورته کړي او د باران رحمت را نازل شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

هبت الله ولی د سولی لپاره پر ولس غږ نکوي؟؟

اسد بری

د سولي لپاره یې په ځلونو غږ کړی دی ،هغه داسي چې د امریکا حرامي پوځيان دي زموږ له سپېڅلي خاوري پښې سپکي کړي ، نور افغانان سره پوهیږي او د سولي د راتګ لپاره یواځنۍ لاره همدا ده ، که ته د سولي لپاره د امریکا د ګوډاګیانو طرحه استعمالوې ، چې د بادار په ځای دي له غلام سره خبره وشي ، دا هیڅ منطقې او عقلي پرېکړه نه ده

حاجی خراباتی

استسقا یو مسنون عمل دی،اما سوله الهی امر دی.کوم یو باید لومړی وکړو؟دټولو لوستونکیو .علما نظر غواړم

سینځله،پښتون

سلامونه حاجی صاحب،وروره ستا چه زموږ نظر غوښتی درڅخه تشکر کوم.زما په نظر سوله ته باید لومړیتوب ورکړشی،ځکه چه سوله نه وی نو ژوند به نه وی،چه ژوند نه وی نو څه باران څه وچ کالی،

عبدالباری

میړی ته چه الله ج په قهر شی وزری یی کوی . ځينی کسان چه په نامعلومو نومو څه ګډی وډی لیکی، که د یو شمیر ساده مخلوق د خطاویستنی زیار باسی او له امله یی خیټی او جیبونه دکوی کولای شی مګر ځان ( چه هر څه ورته معلوم دی ) او الله ج ( چه د ده ټول بدن او ماغزه یی خلق کړی له هغه خبری یی هم خبر دی چه زړه کی یی تیریږی) خطا ایستل ناممکنه او لیونتوب دی. که یو څوک په ناحقه ( حتی که هغوی مسلمانان هم وی ) ستاسی کور ستاسی… نور لوستل »

جميل

وکان الانسان اکثر شيئاََ جدلا عبدالباری وروره اسلام عليکم ورحمته الله؛ له دي خلکونه ګيله نده پکار دوی خورا ډير دي،د الله(ج) احکام ډير ساده او واضح په قرانکريم کي ليکل شوي دي هريو که ئي و دوې ته بيان کړی بيابه هم دوی جدال کوي. که ورته و ائي چي ذکات ورکړې ، دوې به وائي چي ذکات ښه دئ که روژه،که ورته ووائې چي روژه ونيسی،دوې به وائي چي روژه ښه ده که لمونځ . خلص دا چي که دوي ته د هر نيک عمل سپارښتنه وشي دوې ئي سيده نشي منلای حتماََ جدال کوي. د دې خلکو… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x