افغانستان

غزني؛ امریکایانو پر مدرسه چاپه اچولې، اوه تنه يې وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني په واغظ ولسوالۍ کې امریکایانو پر مدرسه چاپه وهلې او اوه تنه د مدرسې طالبان يې وژلي دي.

په دې شپنیو عملیاتو کې چې امریکایانو د داخلي عسکرو په ملګرتیا ترسره کړي، مدرسې ته هم مالي زیان اوښتی دی.

پېښه تېره شپه د واغظ ولسوالۍ په سربلند کلا سیمه کې شوې ده.

د غزني ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځايي سرچینې وايي د مدرسې طالبان په خورا وحشت شهیدان شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر پېښه د خپګان تر څنګ دا د بهرنیو او کورنیو عسکرو شریک جنایت بللی دی.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د همدې ولایت په ده یک ولسوالۍ کې تېره ورځ لویه دیني مدرسه پرانیسته.

دغه مدرسه د رباط کلي کې چې شاوخوا دوه زره کورنۍ پکې هستوګنې دي، ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

په ورته وخت کې د پکتیکا په نکه ولسوالۍ کې هم د بهرنیانو او کورنیو عسکرو په شپنیو عملیاتو کې د درنې ملکي مرګ‌ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx