امریکايي متقاعد ډګروال: امریکایان له جګړو او وژنو خوند اخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): امریکا په افغانستان کې د وینې بهولو بهیر ۱۷ کلونو ته اوږد کړ، عراق کې يې تر ۱۵ کلونو ورساوه او د نړۍ ګوټ ګوټ کې يې د خلکو وژلو ته کار ویلی دی.

د امریکايي هوايي قواو متقاد ډګروال ویلم اسټور وايي امریکایان له جګړو او وژنو خوند اخلي او په وینا يې د دوی د موټرو پر شا لیکل شوي: «خدای، ټوپک او شجاعت امریکا ازاده ساتلې ده.»

دغه متقاعد ډګروال چې اوس د تاریخ پروفیسور په اشیا ټایمز کې په خپره کړې مقاله کې لیکلي، چې امریکايي ولس باید را ویښ شي او له حکومتونو د جګړو پراخولو جلو ونیسي.

اسټور لیکلي، موږ امریکایان په تاریخي ډول خشن، متشدد او جګړه مار خلک یو، چې وژنې او وینې تویول مو خوښېږي.

هغه پر امریکايي مشرانو نیوکې کړې چې تل يې پوځ په بېلابېلو القابو غولولی دی، اسټور لیکلي، زموږ مشران وايي چې وسلې مو ډېرې هوښیارې دي او د اسلامي «افراطیت» پر ضد ډېر دقیق ګوزار کوي، خو د ده په خبره زموږ هوښیار بمونه، ډېر کم عقل دي او تل عام خلک وژني، په نړۍ کې يې بې دفاع خلک کډوالۍ ته اړ کړي دي.

د جګړې او وينې تویولو د خوښې د نورو علتونو تر څنګ ویلم اسټور يوه هم اقتصادي بډايي بولي، دی وايي امریکا کې هغه سیاستوال ډېر ښه بلل کېږي، چې په جګړو ټینګار کوي.

اسټور لیکلي، موږ باید دا ومنو چې پنټاګون په ویتنام، افغانستان او عراق کې کامیابي نه ده خپله کړې، خو پخپله امریکا کې بریالی شوی، د د په وینا پوځ پنټاګون ته پیسې ور پمپ کوي او هغوی هم د جګړو غځولو ته کش ورکوي.

دغه ډګروال زیاتوي د امریکا د پرلپسې ماتو دلیل دا دی، چې له پوځ سره حساب نه کېږي، د ده په وینا پنټاګون موږ ته د بهرنیو جګړو په اړه خاص فکر را پيچکاري کوي، که يې په اړه پوښتنه وکړو وايي له ماتې ډارېږئ، د جګړې خلک نه یاست.

امریکا پر افغانستان د یرغل لپاره هم ظاهراً د «ارامۍ» شعار خپل کړ، حتی د بې۵۲ الوتکو او کلسټر بمونو په زور راغلي خپل جګړه مار يې د «سوله ساتو» په نوم یا کړل.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

کله چي يو کافرامريکائي ډګروال د بيچاره مسلمانو افغانانو درد او د امريکايانو د ظلم احساس کوي دا لويه خبره ده او غټ پيغور دئ وهغو افغانانوته چي قطعاََ دا احساس و خپلو مسلمانو افغانانوته نلري ، هره ورځ ښځي،واړه او زاړه تر بمانو لاندي او په وحشي چاپو وژل کيږي،د دې خبيثانوچرت هم نه په خرابيږي،خو که چا په درواغو ګوته رنګ کړه او وئي پيچله، اوکه کوم منافق وحشي جنايتکاره مجرم قتل کړای شي، د دی خبيثو منافقو ساندي او غلبلې پورته شي.
ان المنافقين فی درک الاسفل من نار ولن تجد له نصيرا