
يوناما له ټاکنیز کمیسیونه د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش اعلان غوښتی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما؛ وايي د ټاکنو کمیسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي.
د دې دفتر مشر تدامچي یاماموتو ويلي، دغه کمیسیون باید اعلان کړي چې ولسمشریزې ټاکنې کله کېږي.
ګډ حکومت چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د دوو کلونو په قرارداد جوړ شوی و، د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیر له دوه کاله وروسته د دريو نورو کلونو لپاره اوږ کړ.
یوناما په داسې حال کې د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش غوښتنه کوي، چې د ولسي جرګې د ټاکنو ناندرۍ لا هم روانې دي.
یوناما په ټاکنیزه برخه کې د ناظرینو او کارکوونکو تر څنګ مالي برخه کې هم همکاري لري.
څو ورځې وړاندې د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وویل، شل ورځې وروسته به يې مهالوېش اعلان کړي.
د ټاکنو د څار بنسټونه او د چارو شنونکي وايي د ولسي جرګې ټاکنو ثابته کړه چې د ټاکنو کمیسیون سم مدیریت نه لري او ولسمشریزې ټاکنې به هم له خنډ سره مخ کړي.
په ورته وخت کې واشنګټن پوسټ په یوه تبصره کې اندېښنه ښوودلې وه، طالبانو د ولسي جرګې ټاکنو ته هم تر حکومت ډېر تیاری نیولی و او ولسمشریزې ټاکنې هم تر سوال لاندې راوستلی شي.