امریکا؛ تېرو لسو میاشو کې نږدې ۱۲ زره کسان په ډزو کې وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): امریکا کې په تېرو لسو میاشتو کې تر ۴۷زره ډېر د ډزو بریدونه شوي او نږدې ۱۲زره تنه پکې وژل شوي دي.

وړمه ورځ د امریکا په پیټزبرګ کې یو تن یوولس تنه یهودان ووژل، چې له هغه وروسته د مارکیټ واچ، په نوم يوې ویبپاڼې په دې اړه تفصیلي راپور خپور کړ.

د سرچینې په وینا د روان کال له پیله د لسمې میاشتې تر ۲۷مې د ډزو ټولې ۴۷زره او ۲۲۰ پېښې شوې، چې پکې ۱۱زره او ۹۸۴ تنه وژل شوي دي.

سرچینه وړاندې زیاتوي چې هره ورځ په منځني ډول د ډزو ۱۵۷ پېښې شوې او په منځني ډول هره ورځ ۴۰ تنه وژل شوي دي.

دې ویبپاڼې لیکلي چې معلومات يې د تاوتریخوالي له ارشیفه اخیستي او پوره دقیق دي.

په امریکا کې د بل چا له لوري د وژلو تر څنګ د ځانوژنو زیاتېدو هم اندېښنې را پیدا کړې دي، چې څو ورځې وړاندې امریکايي رسنیو وویل، د ځانوژنې سنله مخ پر ډېرېدو ده.

امریکا د نړۍ په سطحه یو هغه هېواد یادېږي چې عام وګړي پکې پرېمانه اندازه شخصي وسلې لري او ذهني سکون پکې تښتېدلی دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

هغه څه چه ځوریوونکې داده چي: زموږ د هیواد اکثره مشهوری تصویری او کاغذی رسنۍ لکه طلوع او لمر او شمشاد او هشت صبح او سرخط او نوری ډېری ګوزکی رسنۍ د یهودی رابرټ مورداک په شیطانی جېب تمویلیږی. کله چه زموږ د هیواد په یو لیری یا نژدې ګوټ کی کومه ټولنیزه- جنائي پېښه رامنځته شی نو دا ټولی میډیاوی په ډېر شوق او ذوق دا پېښي د منفی تبصرو او تفسیرونو په لِعاب خپروی او نړیوالو ته زموږ د ټولنی ( ددوی په ګومان) لمن پورته کوی. دا به د منلو وړ وی چه د یوې پېښی او… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

امريکا په ټوله نړۍ کي په جنايت کي اول نمره ده،خو پر يهودو د سيناګوګ حمله بيله ده، داسي حملې به په امريکاکي پر يهودو ډيري شي،که څه هم ميډيا کوښښ وکړي چي په دا رنګه راپوونو ئي کمرنګه او ورکه کړي. له کومي ورځي نه چي امريکا پر افغانستان حمله کړی له هغې ورځي پر شا روانه ده ، په پوروکي ډوبه ده. خو اوس لکه چي امريکايان پدي پوه شول چي يهود د دوی په ډيرو کاروکي ډير رول لري لکه ميډيا،دوسلو جوړولو فابريکي،د ولسمشر لوړ مشاورين،بهرنۍ سياست،بانکونه،ټرانسپورټ،انټرنټ او داسي ډير نور مهم ځايونه دي چي د يهودو… نور لوستل »