ورزش

د کرېکټ نړیوال جام ګټونکی سریلنکایي لوبډلمشر له نېول کېدو وروسته خوشې شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۷ل): په سرېلنکا هېواد کې د سیاسي ستونزو له کبله له تېرې یوې اوونۍ راهیسي کړکیچن حالت د سرېلنکا لپاره په ۱۹۹۶م کال کې د کرېکټ نړیوال جام ګټونکی لوبډلمشر «ارجونا راناټونګا» د پولیسو لخوا نېول شوی و.

د سرېلنکا کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ارجونا راناټونګا د کرېکټ څخه له استعفا وروسته په سیاست کې قدم ایښی و چې اوسمهال د پیترولو د وزیر په توګه دنده ترسره کوي.

د راپورونو له مخې ویل شوي چې څو ورځې وړاندې د سرېلنکا هېواد ولسمشر لخوا ددغې هېواد لومړی وزیر ګوښه کړل شو، چې له کبله یې په دغه هېواد کې مظاهرې او کړکیچونه رامنځته شول.

د ارجونا راناټونګا د نېولو پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې مظاهرین د نوموړي پر کاري ځای راټول او تاوتریخوالی یې پېل کړ، چې په ځواب کې د راناټونګا ساتونکو پر مظاهرینو ډزې وکړې او له کبله یې ۲ مظاهرچینان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

وروسته د پولیسو لخوا د ارجونا راناټونګا د قتل په تور د نېولو امر وشو، وړمه ورځ نوموړی محکمې ته له وړاندې کېدو وروسته په ضمانت خوشې کړل شو.

یاده دې وي چې راناټونګا د سرېلنکا لوبډلې یو له غوره توپوهونکو او لوبډلمشرانو څخه و، چې په کال ۱۹۹۶م کې یې خپل هېواد ته د کرېکټ نړیوال جام ګټلی و، په دغې سیالۍ کې سرېلنکا استرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

ارجونا راناټونګا د ۱۹۹۶م نړیوال جام ګټلو نه وروسته، ترڅنګ یې د پاکستان هاغه وخت لومړۍ وزیره بینظیر بوټو هم ولاړه ده، ددغه نړیوال جام پایلوبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوې وه.

Related image

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x