روغتیا

ایا د ویټامن پي (P) له یو شمېر ګټو خبر یاست؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۷ل): تاسې به د ویټامن پي په اړه ډير کم اوریدلي وي، خو دغه ویټامن د بدن دفاعي سیستم پياوړولو ترڅنګ یو شمېر روغتیایي ګټې لري، دېته په طبي اصطلاح (Flavonoid) ویل کیږي، دا د کیمیاوي موادو مجموعه ده.

مونږ د ویټامن سي له ګټو خبر یو چې د پوستکي په غوره والي کې مهم دي، د ویټامن ډي له ګټو خبر یو چې د هډوکو ځواکمنولو کې ګټور دي، خو د ویټامن پي له ګټو نه یو خبر، راځئ نن ددغه ویټامن ګټو په اړه ځان خبر کړو.

پوهان وایي چې ویټامن پي د د زړه ناروغیو په مخنیوي کې اغیزمنه وسله ده، او ددې کیمیاوي مواد په یو شمېر تازه میوو کې موندل کیږي، هر هغه میوه چې اوبه لرونکې وي له ویټامن پي څخه برخمنه وي.

د ویټامن پي له ګټو څخه یې دادي چې د بدن پوستکی تازه کوي او له غونجوالي یې ژغوري، همدا ډول دغه ویټامن د هډوکو ځواکمنولو او غاښونو پياوړولو کې تر ټولو غوره وسیله ده، ويټامن پي په مالټه، تور ځمکي توت، سور ځمکي توت (سټرابري) کینو، انګور، کیوي، نارنج او نورو هغو میوو کې چې اوبه لري موندل کیږي.

که هره ورځ د مالټې یو ګیلاس شربت وڅښل شي نو د ټول بدن وینه کې غوره والی راځي، د وینې فشار نورمال کیږي او د کولیسترول کچه په خپل حالت پاتې کیږي، په تور چای کې هم د ویټامن پي موجوده ماده د رګونو سختي له منځه وړي.

همدا لامل دی چې پوهان پر هغو خوراکونوو چې د ویټامن پي ماده لري د خوړلو توصیه کوي، ځکه چې دا ویټامن بدن ته د ناروغۍ داخلیدلو مخنیوی کوي، په دې سره د بدن دفاعي سیستم تر ډیره اندازې پیاوړی کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x