غزني: د قره باغ پخوانی امنیه قومندان (روح الله) د ډیرو شرابو څښلو له امله ومړ

هغه دوه محصلین چي قومندان روح الله په شهادت ورسول

هغه دوه محصلین چي قومندان روح الله په شهادت ورسول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل):د غزني ولایت قره باغ ولسوالي پخوانی امنیه قومندان روح الله پوپلزی چې اوس د غزني ولایت د امنیه قومنداني د امنیت د امیر معاون وو، د ډیرو شرابو څښلو له امله مړ شوی دی.
له راپورونو سره سم، نوموړی د دې ولایت خوګیاڼیو ولسوالي ته د فوځي عملیاتو لپاره تللی وو، چې هلته د ډیرو شرابو څښلو له امله پرې د زړه حمله راغلې وه چې وروسته مازدیګر مهال یې په په کابل کي په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
خو د نوموړي ځینې پلویان وایي چې ده ته په ډوډۍ کې ذهري مواد ګډ شوي وو.
قومندان روح الله له تیرو دوو کلو راهیسې د غزني په مرکزی محبس کې د دوو تنو محصلینو د قتل په جرم بندي وو، یوه نیمه میاشت وړاندې را خلاص او د غزني ولایت امنیت معاون وټاکل شو.
دوه کاله وړاندې هغه مهال چې نوموړی په قره باغ ولسوالي کې امنیه قومندان وو دوه تنه محصلین (حمید الله د جان ګل زوی او فدامحمد د جان محمد زوی) يې په وحشیانه ډول په شهادت ورسول.
د نوموړو محصلینو تر وژل کیدو وروسته د قره باغ خلکو په غزني کې مظاهرې وکړې او د نوموړي د محکمه کولو غوښتنه يي وکړه.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

ښه شه چې مردار شه!

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

زما نظر د پورته خبر پر بنسټ دی، د خبر د کِذب ګناه ئې زما پر ذمه نده. د مړنی د علت په هکله ئې هم څوک څه نشی ویلای اِلّا د مربوطه روغتون پرسونل امّا اساسی پوښتنه داده چه که رشتیا هم د دوو بېګناه ځوانانو د وژنی په تور یا جرم دوه کاله محبوس ؤ نو ولی د بند نه را خوشی شوی ؤ؟ که تور او اتهام بېځایه ؤ نو ولی نوموړی د قاضی پر پرېکړه دعوه نه وه کړې او که اتهام صحیح او پر ځای او نوموړی مجرم پژژندل شوی ؤ نو ولی او د… نور لوستل »