د بشیر خلیفه صاحب رحمه الله ژوند لیک – لومړۍ برخه

د تصوف او عرفان هغه ستوری چې له مداره ووت خو علمي ځلا یې لا هم ولسونه تنويروي

عبد الرحیم (ثاقب)

اوسنی افغانستان او پخوانی خراسان د اسلامي نړۍ د علمي مشاهیرو ټاټوبی دی.

په احادیثو کې د صحاح سته له جملې څخه د سنن ابی دادود مؤلف حضرت امام ابو داود السجستاني رحمه الله په دې علمي ټاټوبې کې خاپوړې کړي ، شیخ الاسلام محمد بن محمد بن بکرالخلمي رحمه الله همدې علمي موطن ته انتساب لری اوامام ابواللیث السمرقندي ثم البلخي هم دلته نشأت کړی دی .

ابوریحان البیرونی ، ابن سیناء بلخي، مولانا جلال الدین بلخي او سید جمال الدین الافغاني هم د افغانستان په علمي ځانګو کې ځنګیدلي ، دلته یې روزنه شوې او له همدې ځایه یې نړۍ ته د علم، ساینس، تهذیب او سیاست په برخه کې قابل قدر خدمتونه کړي دي.

خلاصه دا چې افغانستان د علم او علماو موطن دی ، د متبحرو علماوو ، د مجاهدو علماوو او د تصوف او عرفان په نبض پوهو علماوو.

د دغه متبحرو د تصوف اوعرفان په نبض پوهوعلماوو څخه یوهم د خانقاه عالیه نقشبندیه مجددیه عمریه د مؤسس جناب حضرت نور المشائخ رحمه الله د خلف صالح حضرت ضیاء المشائخ (رحمهما الله تعالی) وروستي خلیفه شیخ الحدیث والتفسیرالحاج مولوي عبدالحکیم (مشهور په بشیر خلیفه صاحب رحمة الله تعالی علیه) دی چې مونږ غواړو د نوموړي د علمي، جهادي او عرفاني ژند په اړه دلته درنو لوستونکو معلومات وړاندې کړو.

زوکړه او زده کړې یې:

مرحوم مولانا عبد الحکیم ( بشیر خلیفه صاحب) له نن څخه پوره یوه پیړۍ وړاندې په (۱۳۳۷هـ ق) کې غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د مرحوم مولوي فیض محمد په علمي او روحاني کورني دې فاني دنیا ته سترګې وغړولې.

لومړني دینې تعلیمات یې له خپل والد صاحب پيل کړل ، د منځنیو زدکړو په پیلولو سره یې والد صاحب وفات او د خپل علمي او ټولنیز ژوند ټول مسؤلیت د ده پر اوږو ور ولویده.

خو دا چې جناب خلیفه صاحب په فطري لحاظ د متین عزم ، لوړ احساس او کلک عزم خاوند و نو د والد صاحب وفات یې پر عزم او اراده منفي اغیز و نه کړ او نور یې هم د علمي زدکړو سلسلې ته دوام ورکړ.

حضرت خلیفه صاحب بشیر د وخت مروجه علوم صرف ، نحو ، بلاغت ، عقائد ، منطق ، فقه اواصول الفقه د هیواد له سترو او متبحرو علماوو لکه علامه سید عبدالمنان ( د لاغرو ملا صاحب) او استاد کُل مولانا محمد اعظم ( مشهور په ملا صاحب ناخیل) څخه تر سره کړل .

کله چې په کال۱۳۶۰هجري قمري کې د حضرت نور المشائخ رحمه الله په لاس د غزني په ولایت کې د نور المدارس (فاروقي) تأسیس وشو نو حضرت خلیفه صاحب بشیر د لومړنیو طالبانو په جمله کې د لوړو شرعي تحصیلاتو د اکمال په غرض په دې علمي مرکزکې شامل شو.

جناب خلیفه صاحب بشیرد خپل علمي استعداد او فطري نبوغ له مخې د مدرسې په ممتازو طالبانو کې ګڼل کیده اوهماغه و چې هلته د ټولو شرعي علومو ترتکمیل وروسته د نور المدارس فاروقي په دوهمه دوره فاضلانو کې په لومړنۍ ممتازه درجه فارغ التحصیل شو.

شيوخ او استاذان یې

حضرت خلیفه صاحب بشیر د وخت په مروجه علومو لکه صرف ، نحو ، بلاغت ، عقائد ، منطق ، فقه ، اصول الفقه ، علم الحدیث او علم التفسیر کې ښه مهارت درلود ، او د تدریس په مهال به ورسره د هرفن شاګردان او طالبان اوسیدل.

نوموړي د علم د حصول په مهال ډیر کوښښ کاوه چې په سیمې کې له ترټولو ښو او جیدو علماو څخه تحصل د علومو وکړي چې د هغو له جملې څخه یې د ځینو استاذانو نومونه په لاندې ډول دي :

۱ – د هیواد او سیمې په کچه ستر عالم ، زبده محدث علامه سید عبدالمنان ( د لاغرو ملا صاحب) رحمه الله .

۲ – د هیواد په کچه ستر عالم او استاذ کل مولانا محمد اعظم ( مشهور په ملا صاحب ناخیل) رحمه الله

۳ – د هیواد او سیمې په کچه جید عالم ، مشهور فقیه او محدث علامه عبدالرحمن مشهور د نانګه په ملاصاحب

۴ – د جمال خیلو مشر ملاصاحب رحمه الله

شاګردان یې :

جناب خلیفه صاحب چې د خپل ژوند زیاته برخه یې په تدریس کې تیره کړې د هیواد په سطحه په زرګونو شاګردان روزلې چې هغوی بیا هر یو په خپل ځای کې د علم دین د اشاعت او تدریس منارونه وو چې نور په زرګونوشاګردان یې روزلي، او ښه امتیاز یې دا وه چې هغوي ټول په خپل وخت کې د اسلام د لارې تکړه مجاهدین او هر یو په خپلې سیمې کې د شوروي اشغال په خلاف د جهادي جبهاتو مسؤلین وو .

چې د مشت نمونه یې خروار په توګه یې د ځینو نومونه په لاندې ډول دي:

۱ – مشهور فقیه ، محدث او تکړه عالم مولانا عنایت الله ( مشهور د کسټم په خلیفه) صاحب چې هم تکړه عالم ، هم د شوروي اشغال په مهال د مقر ولسوالۍ جهادي امیر او هم په تصوف او سلوکو کې تکړه مرشد.

۲ – مولوي فقیر محمد ( مشهور په ملافقیر ملاصاحب) د هیواد مشهور عالم او د جهادي جبهې آمر.

۳- مولوي عبدالرحمن فدايي تکړه عالم او دقره باغ ولسوالۍ د مجاهدینو عمومي جهادي قومندان .

۴ – د هیواد په کچه مشهور عالم او د محمدیه مدرسې تکړه استاد مولانا حاجي محمد صادق صاحب

۵ – جید عالم میا صاحب عبدالحکیم تکړه مبارز چې د کمونستانو لخوا اسیر او شهید کړای شو.

۶ – تکړه عالم شیخ داد محمد صاحب اکاخیل

۷- تکړه عالم خلیفه سدوزی صاحب

۸- جید عالم خلیفه صاحب موسی جان

۹ – شیخ الحدیث خلیفه صاحب محمد انور /خوست

۱۰ – شیخ الحدیث خلیفه صاحب محمد رحیم / خوست

پورتني کسان سره له دې چې هر یو په خپلې سیمې کې له مشهورو علما وو څخه شمیرل کیدل او هر یوه یې له ځانه سره ډیر شاګردان لرل ، د هغه ترڅنګ هریو په خپل وخت کې د شوروي اشغال په مهال تکړه مجاهد او اکثریت یې د جهادي جبهو مسؤلین وو.

د سلوکو او تصوفي مراحلو تکمیل یې

دا چې حضرت خلیفه صاحب د نورالمدارس د فاضلانو په جمله کې د غوره اخلاقو، ښه علمي استعداد او خاص اخلاقي تهذیب څښتن و نو له همدې امله د مدرسې د مؤسس حضرت فضل عمر مجددي (نورالمشائخ) رحمه الله د خاصې توجه وړ وګرځیده او نوموړ ته یې د ظاهري علم تر څنګ د باطني علم ، تصوف او تزکیې په برخه کې هم ځانګړې پاملرنه وکړه .

د خدای وړکړي استعداد له مخې جناب خلیفه صاحب له خپل مرشد او مربي جناب نور المشائخ صاحب څخه د باطني علم (تصوف او سلوکو) مراحل هم په ډیر لنډ وخت کې طی او د ظاهري علم ترڅنګ په باطني علم کې هم د خپلو اقرانو په جمله کې تر ټولو وړاندې و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
دیوبندی
میلمه
دیوبندی

جزاک الله خیراچي دوخت دشیخ الطریقت والشریعت دژوندمعلومات دي له موږسره شریک کړل

فرزانه
میلمه
فرزانه

داباطنی علم یی لاڅه بلادی؟ قران او سنت نه اخواکوم علم شته چه رسول الله ص خپل امت ته نوی ښودلی او دی خلیفګانوسره وی ، دوی له کومه کړی دی؟ او ایا دداسی علم دعوی چه قران او سنت کی نه وی سمه ده؟ اواستدلال پری کیدای شی؟ باطن خو پټ ته وایی نودپټوشیانو علم خو علم الغیب وی او هغه د الله ج خاصه ده. که پدی هکله د قران او سنت نه دلیل وی اوشریک یی کړی ښه به وی