مټيس: يمن کې باید مذاکرات پيل او جګړه سمدستي ودرول شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا د دفاع وزير جيمس مټیس غوښتنه کړې، چې د يمن جګړه دې ودرول شي او د بشري ناورين د لا نور مخنيوي لپاره دې هلته په يوه مياشت کې ژر تر ژره مذاکرات پيل شي.

مټيس ويلي، چې د سعودي  او اماراتو په مشرۍ پوځي عملياتو او بمباريو په  يمن کې بشري ناورين رامنځته کړی دی.

مټيس تېره ورځ واشنګټن کې د امريکا د سولې څېړنيز مرکز کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د يمن جګړې له ټولو اړخونو وغوښتل، چې تر يوې مياشتې د سولې خبرو ته سره کيني.

هغه زياته کړې، چې سعودي او امارات بايد هلته هوايي او ځمکني عمليات ودروي، د يمن له خاورې راووځي او  دواړه لوري اوربند اعلان کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دفاع وزير مټیس له قوله ليکلي، چې په راتلونکو دېرشو ورځو کې بايد ټول اړخونه داسې ګټور مذاکرات پيل کړی، چې يوې پايلې ته په کې ورسيږي. په عين حال کې فرانسوي رسنيو خبر ورکړی، چې امارات او سعودي د سولې خبرو ته چمتو دي.

د امريکا دفاع وزير ويلي، چې دغه جګړه بايد ودرول شي او پر ځای د سولې خبرې چټکې شي. واشنګټن پوسټ د مټیس دغه غوښتنه قوي بللې.

جيمز مټیس د يو شمېر پوښتنو په ځواب کې ويلي، چې د ده دا غوښتنه د جمال خاشقجي له قضيې سره تړاو نه لري، چې تېره مياشت استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی و. د مټیس په وينا د يمن او خاشجقيی قضيې دواړه له يوه بله سره جلا دي.

د امريکا دفاع وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې سعودي د يمن جګړې او خاشقجي په قضيه کې تر سختو نړيوالو فشارونو لاندې دی.

د فرانسې د وسله‌ والو ځواکونو وزيرې فلورانس بارلي د يمن جګړه غندلې او دا يې د بشري ناورين بې ساري لامل بللې ده.

په عين حال کې واشنګټن ټايمز ورځپاڼې منځني ختيځ لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پخواني مرستيال مارټن انديک له خولې ليکلي، سعودي بايد په دې پوه شي، چې يمن کې روان وضعيت د منلو نه دی او د دغه حالت دوام ناممکن دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د