برتانوي رسنۍ: خاشقجي يمن کې د کيميايي وسلو د کارولو راپور چمتو کړی و

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): برتانوي رسنيو ويلي، چې په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ کې وژل شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي يمن کې د سعودي او اماراتو له لوري د کيميايي وسلو د کارولو په اړه راپور چمتو کړی و او په لنډ وخت کې يې خپرولو ته مناسب وخت کوت.

د برتانوي رسنيو په وينا د برتانيې استخباراتو د خاشقجي له وژل کېدو درې اوونۍ وړاندې داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې هغه به تښتول کيږي.

برتانوي رسنۍ زياتوي، چې د سعودي شاهي کورنۍ کوم لوړپوړي غړي يوې ډلې ته سپارښتنه کړې  وه، چې خاشقجي بهرني هېواد کې ونيسي او سعودي ته يې لاس تړلی راولي، خو وروسته دغه پلان بدل شو او نوموړی د سعودي قونسلګرۍ کې د يوې متخصصې وژونکې ډلې له لوري ووژل شو.

په عين حال کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان په انقره کې رسنيو ته ويلي، چې سعودي بايد دوی ته روښانه کړي، چې پنځلس کسيزه وژونکې ډله ترکيې ته چا رالېږلې وه.

د سعودي لوی څارونوال د خاشقجي قضيې څېړلو لپاره ترکيې ته تللی و، خو ترکي چارواکي وايي، چې هغه د خاشقجي په قضيه کې له دوی سره کوم نوي معلومات نه دي شريک کړي.

 د ترکيې ولسمشر د سعودي له لوی څارنوال څخه غوښتي، چې د قضيې ټول اړخونه وڅېړي او د څېړنو پر مهال بايد د هېڅ مجرم د ژغورلو هڅه ونه شي.

 ترکيې دا غوښتنه هم کړې، چې  سعودي دې د خاشقجي په وژنه کې ککړ کسان ترکيې ته وسپاري؛ ځکه چې جرم يې د ترکيې پر خاوره کړی دی، خو سعودي د ترکيې دا غوښتنه نه ده منلې او  ټينګار کوي، چې دغه تورن کسان به په سعودي کې محاکمه کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د