
تازه خبر: د پلچرخي زندان د کارکوونکو په موټر چاودنې ۷ کارکوونکي وژلي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): د کابل په ختيځ کې د پلچرخي زندان د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې ده چې په نتيجه کې ددې زندان څو تنه کارکوونکي وژل شوي او ټپيان دي.
چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د زندان په کارکوونکو هغه مهال وشوه چې هغوی خپلې دندې ته په لاره وو..
په دغه چاودنه کې تر اوسه د ۷ کارمندانو د وژل کېدو او پنځه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت هم چاودنه تائيد کړې ده خو د تلفاتو په اړه يې ارقام نه دي ښودلي.
تر اوسه ددې چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.