افغانستان

فراه: د چورلکې د رانسکورېدو له امله ۲۵ تنه لوړ پوړي چارواکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې يوه نظامي چورلکه رانسکوره شوې ده چې په نتيجه کې يې ۲۵ تنه لوړ پوړي چارواکي وژل شوي دي.

د فراه ولایت چارواکي وايي چې دغه نظامي چورلکه نن سهار له فراه ولايت څخه هرات ته الوتې وه چې د شينډنډ او اناردرې ترمنځ د جمال غازي په سيمه کې رانسکوره شوې ده، چې په نتيجه کې يې ۲۵ تنه لوړ پوړي نظامي او ولايتي چارواکي وژل شوي دي.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري وايي چې ياده چورلکه د هوا د خرابوالي ا تخنيکي ستونزو له امله راغورځېدلې ده.

د مهري په وينا په دې چورلکه کې د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور، د ولايتي شورا غړې جميله اميني، د۲۰۷ ظفر قول اردو مرستيال نعمت الله خليل او دوو پيلوټانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت هم منلې ده چې چورلکه رانسکوره شوې ده خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

بل لور ته د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ادعا کوي چې دغه چورلکه دوی راغورځولې ده او د ولايتي شورا د غړو په ګډون يې يو شمير لوړ پوړي چارواکي پکې وژل شوي دي.

احمدي زياتوي چې په دې وروستیو کې يې د لوړ پوړو او مهمو چارواکو د له منځه وړلو لړۍ تيزه کړې ده او په وينا يې د امريکايانو مهمې مهرې يو په بل پسې وژل کيږي او هيوادوال يې له شر څخه په امن کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

«احمدي زياتوي چې په دې وروستیو کې يې (يعني: رښتيانيو اتلو او زمرو طالبانو) د لوړ پوړو او مهمو چارواکو(، حکيم شجاعی او نورو اربکيانو) د له منځه وړلو لړۍ تيزه کړې ده او په وينا يې د امريکايانو مهمې مهرې يو په بل پسې وژل کيږي او هيوادوال يې له شر څخه په امن کيږي». وه ! تر خوله دي جار سم احمدي صاحب او صدقه مو سم د اسلام او هیواد اصيلو بچيانو! دغسي غټ – غټ جنايتکاران را چپه کوئ. لوی څښتن رښتيا ويلي دي چي: (أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا… نور لوستل »

جميل

الحمدلله ثم الحمد لله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x