افغانستان

ټاکنو کمیسیون بې بایومټریکه رايې هم د باور وړ ګڼي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي، هغه رایې هم ورته د باور وړ دی، چې رایه ورکوونکی يې بایومټریک شوی نه وي.

د ټاکنیزې پروسې بایومټریک کول د سیاسي ګوندونو جدي غوښتنه وه، چې د دې ماشینونو په اخیستلو نږدې ۱۸ میلیونه یورو لګښت شوی دی.

ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، د هغو مرکزونو رايې چې له نوملړ سره مطابقت ولري، که بایومټریک وي کنه، دوی به يې وشمېري.

وړاندې تر دې دې کمیسیون ټینګار کاوه، چې بایومټریک رايې به ټولې لغوې اعلان کړي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې (۲۹-۲۸) د ولایتونو په مرکزونو او ځینو ولسوالیو کې ترسره شوې، خو کندهار کې یوه اوونۍ وروسته وشوې، مګر غزني کې يې لا هم درک نه دی څرګند شوی.

دا په داسې حال کې دی چې د دې ټاکنو اړوند د شکایتونو او اعتراضونو په اوږدو کې د هرات د شپږو ولسوالیو او مرکز کې د اتلسو مرکزونو رايې ټولې قرنطین شوې دي.

په ورته توګه، بادغیس، بدخشان او پکتیا کې هم د ځینو مرکزونو د رایو د بیا شمېر او یا هم قرنطین کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ټاکنو د څار بنسټونه او د چارو شنونکي وايي، له ټاکنو سره پراخ ولسي پرېکون، د ټاکنیز کمیسیون مدیریت کمزوري او نا امني هغه څه وې، چې پر ټاکنو يې باور صفر ته نږدې کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x